لاهور : نړیوال کرکټ کونسل د لاهور قذافي سټېډیم هغه منفي پواینټ واپس اخیستی دی چې د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ د جون په میاشت کې د درېیمې یو ورځنۍ لوبې د پچ له جاج وروسته ورکړل شوی و.

نړیوال کرکټ کونسل د اګست پر ۲۰مه ویلي دي، چې د پاکستان کرکټ بورډ د اپیل له کتلو وروسته د اپیل پینل دا فیصله وکړه چې د لوبې پچ دومره خراب نه و چې منفي پواینټ ورته ورکړل شي.

پینل د لوبې ویډیو، د مېچ ریفري راپور او د دواړو ټیمونو د کپتانانو نظرونه کتلي دي. له دې فیصلې وروسته د قذافي سټېډیم له ریکارډه منفي پواینټ لرې کړل شوی دی.