امید جهان له څو کلونو راهیسې له افغانستانه بهر د افغان موسیقۍ زاړه کاسېټونه، ریکارډونه او نور غږیز ثبتونه راټولوي، ډیجیټل کوي او د راتلونکو نسلونو لپاره یې خوندي ساتي. د هغه دا کار اوس د «افغان کاسېټ ارشیف» په نوم د یوې پراخې پروژې بڼه خپله کړې ده.
امید جهان هڅه کوي هغه موسیقي ثبتونه وژغوري چې د افغانستان د څو لسیزو جګړو، پراخې کډوالۍ، د موسیقۍ د زړو بازارونو د له منځه تلو او د کاسېټونو د خرابېدو له امله یې ډېرې اصلي نسخې له ورکېدو سره مخ دي.
د «افغان کاسېټ ارشیف» په ټولګه کې د افغانستان د بېلابېلو دورو د مشهورو او لږ پېژندل شویو سندرغاړو او موسیقارانو ګڼ ثبتونه شامل دي. په دې ارشیف کې یوازې سندرې نه ساتل کېږي، بلکې د کاسېټ د ثبت کال، د هنرمند نوم، د موسیقۍ مرکز، ژبه او نور تاریخي معلومات هم ورسره ثبتېږي.
امید جهان په امریکا کې د افغان موسیقۍ د زړو کاسېټونو او ریکارډونو یوه لویه شخصي ټولګه جوړه کړې ده. د هغه په ارشیف کي د افغانستان له داخل، پاکستان، ایران او د افغان کډوالو له ټولنو څخه راټول شوي زاړه ثبتونه شامل دي.
د دې پروژې د مسوولانو په وینا، د زړو کاسېټونو ډیجیټل کول یوازې د پخوانیو سندرو ساتنه نه ده، بلکې د افغانستان د فرهنګي حافظې د یوې برخې ژغورل هم دي. د دوي په باور، د موسیقۍ دغه ثبتونه د خپل وخت د ټولنیز ژوند، ژبو، شاعرۍ، هنري ذوق او کلتوري بدلونونو مهم اسناد هم ګڼل کېږي.
کاسېټونه په ځانګړي ډول د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د افغان موسیقۍ د خپرېدو یوه مهمه وسیله وه. په کابل او نورو ښارونو کې د موسیقۍ ثبتوونکو مرکزونو د سندرغاړو البومونه پر کاسېټونو خپرول او دا ثبتونه بیا د هېواد نورو سیمو، پاکستان، ایران او د کډوالو تر مېشت ځایونو پورې رسېدل.
خو د جګړو له دوام سره د موسیقۍ ګڼ مرکزونه له منځه ولاړل، هنرمندان کډوال شول او د زرګونو ثبتونو اصلي نسخې یا ورکې شوې او یا هم په شخصي کورونو او زړو دوکانونو کې پاتې شوې.
بل لور ته، مقناطیسي کاسېټونه د وخت په تېرېدو طبیعي ډول خرابېږي. که دا ثبتونه پر وخت ډیجیټل نه شي، د غږ کیفیت یې کمېږي او ځینې یې ښيي د تل لپاره د اورېدو وړ پاتې نه شي.
همدا خطر د امید جهان د کار اهمیت زیاتوي. هغه له شخصي ټولګو، زړو موسیقۍ پلورنځیو او افغان کډوالو سره په اړیکه کې زاړه کاسېټونه راټولوي او هڅه کوي د افغانستان د موسیقۍ هغه برخه خوندي کړي چې په رسمي ارشیفونو کې نه ده پاتې شوې.
په افغانستان کې د موسیقۍ پر فعالیتونو د اوسنیو محدودیتونو له امله د دغه هېواد د موسیقۍ د میراث یوه مهمه برخه اوس له هېواده بهر ساتل کېږي. له همدې کبله، د «افغان کاسېټ ارشیف» په څېر پروژې د افغان موسیقۍ د تاریخ د خوندي کولو لپاره لا زیات اهمیت پیدا کوي.
د موسیقۍ د تاریخ څېړونکي وايي، چې که دا ډول شخصي او ډیجیټل ارشیفونه پراخ شي، راتلونکي نسلونه به وکولی شي نه یوازې د افغانستان زاړه سندرغاړي واوري، بلکې د تېرو څو لسیزو د موسیقۍ، شاعرۍ او کلتوري ژوند یوه مهمه برخه هم وپېژني.
د امید جهان کار په اصل کې د څو زره زړو کاسېټونو د ساتنې له هڅې ډېر پراخ مفهوم لري؛ هغه هڅه کوي داسې غږونه وساتي چې له ورکېدو سره د افغانستان د فرهنګي تاریخ یوه برخه هم ورکېدی شي.


شال نیوز