کوټه : په کوټه کې د «کلچرل کلرز» په نوم د کلتوري پروګرام پنځم پړاو ،د اګست پر ۲۷مه، جوړېږي، چې پکې به د بلوڅ کلتور، موسیقۍ، فېشن او هنر بېلابېلې برخې وړاندې شي. د پروګرام جوړوونکي وايي، چې په دې غونډه کي به د بلوڅ دودیزو جامو، هنري کارونو او موسیقۍ ترڅنګ د فېشن ننداره هم وي.
تمه ده چې د کوټې هنرمندان، د موسیقۍ مینه وال، د فېشن له برخې سره تړلي کسان او د کلتوري چارو مینه وال په دې پروګرام کي ګډون وکړي. واجي نظامي به د ستار په غږولو د بلوڅ کلاسیکې موسیقۍ ځانګړې برخه وړاندې کړي.
د پروګرام موخه د بلوڅ کلتور، دودیزې موسیقۍ، جامو او هنر خلکو ته ورپېژندل او ځوانو هنرمندانو ته د خپل هنر د وړاندې کولو زمینه برابرول دي. دا د «کلچرل کلرز» پنځم پړاو دی او ټاکل شوې د اګست پر ۲۷مه په کوټه کې ترسره شي.


شال نیوز