خوست : د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ،سراج‌ الدین حقاني، د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې د نږدې درې زره محصلینو یوې غونډې ته ویلي دي، چې محصلین دې پر زده‌ کړو، څېړنې او علمي پرمختګ تمرکز وکړي او سیاست دې له پوهنتونونو او تعلیمي ادارو بهر وساتي.

طلوع نیوز ،د اګست پر ۲۰مه، راپور ورکړی چې حقاني په خپله وینا کې محصلین د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم بللي او ویلي یې دي، چې هېواد د اقتصادي، صنعتي، تجارتي او پوځي ځان‌ بسیا لپاره مسلکي او لوستو ځوانانو ته اړتیا لري.

هغه له محصلینو غوښتي دي چې خپل وخت پر تعلیم، مسلکي وړتیاوو او څېړنه ولګوي او پوهنتونونه په سیاسي فعالیتونو کي ښکېل نه کړي.

د حقاني دا څرګندونې د هغه شخصي او حکومتي دریځ څرګندوي، خو تر اوسه ورسره په تړاو د پوهنتونونو د سیاسي فعالیتونو په اړه کومه نوې رسمي تعلیمي پالیسي نه ده اعلان شوې.

شیخ زاید پوهنتون د خوست ولایت له مهمو دولتي پوهنتونونو څخه دی او د طب، انجینرۍ، ژورنالېزم، اقتصاد او نورو برخو پوهنځي لري.