اصفهان : ایراني چارواکو ،د اګست پر ۲۰مه، تایید کړې ده چې د افغانستان یو ۲۰ کلن وګړی، قایم حسېني، د اصفهان د «عليخاني میدان» له قضیې سره په تړاو اعدام شوی دی. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي دي،چې د هغه د اعدام حکم د اصفهان په مرکزي زندان کې عملي شوی دی.

د بشري حقونو «هنګاو» ادارې ویلي دي، چې قایم حسېني چې په «ارین» هم پېژندل کېده، د افغانستان تبعه و او د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ د احتجاجونو پر مهال نیول شوی و. د دې ادارې په وینا، هغه د اصفهان د «عليخاني میدان» په نوم د قضیې له هغو کسانو څخه و چې د مرګ سزا ورته اورول شوې وه.

ایراني چارواکي وايي، چې دا قضیه د جنورۍ د اتمې له پېښو سره تړاو لري، کله چې د اصفهان په سیمه کې د حکومت ضد احتجاجونو پر مهال څلور امنیتي کسان ووژل شول. چارواکو قایم حسېني د دغو پېښو په رامنځته کولو کې په لاس لرلو تورن کړی و.

د بشري حقونو ادارو بیا د دې قضیې د عدالتي بهیر په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړې دي. د راپورونو له مخې، د «عليخاني میدان» د لسګونو تورنو قضیه په ډېر محدود وخت کې اورېدلې شوې وه او فعالانو پوښتنه کړې ده چې ایا تورنو کسانو ته د خپلواک وکیل او عادلانه محاکمې بشپړ حق ورکړل شوی و که نه.

هنګاو وايي، چې قایم حسېني د دې قضیې پنځم کس دی چې د اعدام حکم یې عملي کېږي. تر دې مخکې د افغانستان دوه نور وګړي، عرفان اسفندیاري او ګل‌ محمد محمدي، هم د همدې قضیې په تړاو اعدام شوي وو.

د ایران د سترې محکمې له خوا د «عليخاني میدان» په قضیه کې د ۱۲ کسانو د اعدام سزاوې تایید شوې وې، په داسې حال کې چې د بشري حقونو ادارو خبرداری ورکړی دی چې د پاتې محکومانو ژوند هم له جدي خطر سره مخ دی.