باجوړ : د باجوړ د سالارزو تحصیل په ماندل سیمه کې ناڅرګنده وسله‌ والو د علیم خان په نوم یو ځوان په ډزو وژلی دی. پولیس او ځايي سرچینې وايي، پېښه ،د اګست د ۱۹مې او ۲۰مې، ترمنځ شپه شوې ده.

د علیم خان د کورنۍ د غړو په وینا، نوموړی د ګردې د تیږې له سخت درد سره مخ و او له کوره د دې لپاره وتلی و، چې یو نږدې ډاکټر ته ورشي او د درد ستنه ولګوي. کورنۍ وايي، علیم خان په لاره کې د ناڅرګنده وسله‌ والو له خوا په نښه او په ډزو ووژل شو.

له پېښې وروسته پولیس سیمې ته ورسېدل، شواهد یې راټول کړل او د برید د لامل او بریدګرو د پېژندلو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي. تر اوسه د وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې او پولیسو هم د کوم مشکوک کس د نیول کېدو خبر نه دی ورکړی. د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.