باجوړ : د باجوړ په برنګ تحصیل کې د دوو پخوانیو دښمنیو د سوله ییز هواري لپاره د ضلعي انتظامیې په نوښت جرګه شوې ده. دا جرګه ،د اګست په ۱۹مه، د باجوړ د ډپټي کمشنر ،عدنان فرید، په مشرۍ د ډي سي په دفتر کې جوړه شوې وه، چې پکې د اتمان خېلو قامي مشرانو، ضلعي پولیس افسر خانزیب مومند، اېډیشنل ډپټي کمشنر شاهد رفیق ګنډاپور، د ناواګۍ اسسټنټ کمشنر ارشادالحق او د برنګ، اتمان خېل، پړانګ غار، امبار او ملاکنډ سیمو یو شمېر مشرانو ګډون کړی و.
په جرګه کې د برنګ تحصیل د اصیل ترغاو په سیمه کې د خړهخېلو او آهنګرانو قومونو ترمنځ له اوږدې مودې روانې دښمنۍ او همداراز د ګل میر کور د دوو ډلو ترمنځ د پخوانۍ شخړې پر هواري تفصیلي خبرې وشوې.
ګډونوالو د دواړو شخړو پر لاملونو، اوسني وضعیت او د جرګې له لارې د روغې جوړې پر امکاناتو بحث وکړ او پرېکړه یې وکړه چې د فریقینو ترمنځ د جوړجاړي او دایمي سولې لپاره به هڅې روانې ساتل کېږي.
د مومندو جرګې غړو د شخړو د حل لپاره د لومړنیو تماسونو او راتلونکي تګلوري د ترتیبولو مسوولیت پر غاړه واخیست او ویې ویل، چې له اړوندو خواوو سره تر سلا مشورو وروسته به خپل وړاندیزونه د باجوړ او نورو جرګهمارو سره شریک کړي.
ضلعي انتظامیې هم د جرګې د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د شخړو د سوله ییز هواري او په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره به هر ډول ممکنه مرسته کوي.


حسبان الله باجوړې