واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د وانڼ په ثمرباغ کلي کې ځايي سرچینې وايي، چې ،د اګست د ۱۹مې او ۲۰مې، ترمنځ شپې دوه ډرون بریدونه شوي دي.

سرچینو شال نیوز ته ویلي دي، چې په دغو بریدونو کې په مبینه توګه د وسله والو پټنځایونه په نښه شوي دي، خو تر اوسه د مرګ‌ ژوبلې کوم کره او تایید شوی راپور نه دی ترلاسه شوی.

تر دې دمه امنیتي ځواکونو، پولیسو او ځايي انتظامیې د دغو بریدونو د نوعیت، هدفونو او احتمالي زیانونو په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی او دا هم نه ده روښانه شوې چې بریدونه د چا له خوا ترسره شوي دي.

ځايي سرچینې وايي، چې له نږدې یو کال راهیسې په ثمرباغ او شاوخوا سیمو کې د وسله والو نفوذ زیات شوی او په ځینو برخو کې د حکومتي ادارو او امنیتي ځواکونو تګ راتګ محدود شوی دی.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، وروسته له هغې چې امنیتي ځواکونو او پولیسو په سیمه کې یوه کلا او ځینې پوستې خالي کړې، د وسله والو فعالیتونه او ازاد تګ راتګ نور هم زیات شوی دی. شال نیوز د دغو دعوو خپلواک تایید نه دی کړی.

ځايي خلک اندېښنه لري چې که د ډرون بریدونو لړۍ دوام وکړي، ملکي وګړي هم له خطر سره مخ کېدی شي، ځکه د وسله والو د احتمالي پټنځایونو ترڅنګ د عامو خلکو کورونه او استوګنځایونه هم شته.

د سیمې اوسېدونکو له اړوندو ادارو غوښتي دي چې د هر ډول امنیتي عملیاتو او ډرون بریدونو پر مهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

ځايي خلک وايي، چې په تېرو ډرون بریدونو کې د عامو خلکو د زیان پېښې هم راپور شوې دي او ځکه اوس د خلکو ترمنځ اندېښنه زیاته شوې ده چې راتلونکې حملې ښيي ملکي ابادۍ هم اغېزمنې کړي.

د کوز سویلي وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې له څه مودې راهیسې د وسله والو د فعالیتونو، امنیتي عملیاتو او ډرون بریدونو راپورونه ورکول کېږي، خو د ثمرباغ د تازه بریدونو بشپړ جزییات لا هم نه دي روښانه شوي.