پېښور : د خیبر پښتونخوا ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، چې ،د اګست په ۱۴مه، په هنډ صوابۍ او چارسدې کې د اوبو ډوبېدو له پېښو وروسته د ورک شوو ټولو پنځو کسانو د موندلو لپاره یې د لټون عملیات بشپړ کړي دي.

د ریسکیو ۱۱۲۲ مسلکي غوطه‌ وهونکو ټیمونو په سختو او خطرناکو شرایطو کې د لټون عملیاتو ته دوام ورکړی او په بېلابېلو پړاوونو کې یې د ټولو پنځو ورک شوو کسانو مړي موندلي دي.

د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، د وروستي ورک شوي کس مړی نن ،د اګست په ۲۰مه، له نوښار څخه موندل شوی، چې ورسره د لټون عملیات هم بشپړ شوي دي.

په دغو پېښو کې د مردان د یو کورنۍ درې کسان، پلار او د هغه دوه زامن هم شامل وو، چې په اوبو کې له ډوبېدو وروسته ورک شوي وو. د ریسکیو ټیمونو د پرله‌ پسې لټون وروسته د هغوي مړي هم موندلي دي.

ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، چې د لټون عملیات د خیبر پښتونخوا د ریسکیو ۱۱۲۲ عمومي مشر شاه فهد تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره شوي دي. په عملیاتو کې د صوابۍ، نوښار، پېښور، چارسدې او مردان د ریسکیو ۱۱۲۲ غوطه‌ وهونکو او لټون او ژغورنې ځانګړو ټیمونو برخه اخیستې ده.

د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، د اوبو تېز جریان، زیاتې ژورې او سختو شرایطو سره سره غوطه‌ وهونکو په پرله‌ پسې توګه لټون ته دوام ورکړی او ټول ورک شوي کسان یې موندلي دي.

د ریسکیو ۱۱۲۲ عمومي مشر شاه فهد د عملیاتو د ټیمونو هڅې او مسلکي فعالیت ستایلی او ویلي یې دي چې په سختو شرایطو کې د ورک شوو کسانو موندل او له زیانمنو کورنیو سره هر ډول ممکنه مرسته کول د ریسکیو ۱۱۲۲ لومړیتوب دی.