جماعت اسلامي په پېښور کې د ګورنر هاوس مخې ته د پټرول او ډیزلو د بیو د لوړېدو پر ضد احتجاجي پرلت پیل کړی دی. احتجاج کوونکي وايي، د ایران او اسراییل ترمنځ د روانې شخړې له امله د تېلو د بیو زیاتوالی د عامو خلکو اقتصادي ستونزې لا زیاتوي. جماعت اسلامي وايي، تر هغه به پرلت دوام لري چې حکومت د دوی غوښتنې ونه مني.