کابل : د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ،د اګست په ۱۹مه، د خپلواکۍ د اوونۍ په مناسبت په کابل کې ولسي مشاعره جوړه کړې، چې پکې شاعرانو، فرهنګيانو او د شعر او ادب مینهوالو ګډون کړی دی. په مشاعره کې شاعرانو د وطن، ازادۍ او خپلواکۍ په اړه شعرونه ویلي او د افغانستان د خلکو د ازادۍ د مبارزو او قربانیو یادونه یې کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو د غونډې پر مهال ویلي دي، چې خپلواکي یوازې یوه تاریخي پېښه نه، بلکې یو ملي ارزښت دی، چې باید د شعر، ادب او کلتور له لارې ژوندی وساتل شي او راتلونکو نسلونو ته ورسېږي.
د وزارت چارواکو ویلي دي، چې د اسد ۲۴مه او ۲۸مه د افغانستان په تاریخ کې مهمې ورځې دي او د بهرنیو یرغلونو پر ضد د افغانانو د مبارزو او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو له تاریخي بهیر سره تړاو لري.
دوي زیاته کړې چې د خپلواکۍ د اوونۍ په مناسبت هر کال بېلابېل کلتوري او ولسي پروګرامونه جوړېږي، څو ځوان نسل د هېواد له تاریخي مبارزو، ازادۍ او ملي ارزښتونو سره بلد شي.
په کابل کې شوې دې مشاعرې کې ګډونوالو د ملي پېژندګلوۍ او تاریخي ارزښتونو په ساتنه کې د شعر او ادب پر رول هم ټینګار کړی دی.


شال نیوز