کرمه : د کرمې ضلعې له پاکستان ـ افغانستان پولې سره نږدې غرنیو سیمو کې امنیتي ځواکونو د هغو وسله والو پر ضد د لټون او سیمې د پاکولو عملیات کړي دي، چې د پټو غرنیو لارو له لارې پاکستان ته د ننوتلو شک پرې کېږي.

سرکاري سرچینو ویلي دي، چې عملیات ،د اګست په ۱۹مه، د مشکوک تګ راتګ د اطلاعاتو تر ترلاسه کېدو وروسته پېل شوي او د پولې ترڅنګ بېلابېلې غرنيزې سیمې د جدیدو ډرونونو په وسیله څارل شوې دي.

د سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال هغه لارې، درې او سیمې هم پلټلې دي چې د پولې دواړو غاړو ته د تګ راتګ لپاره کارېدلی شي.

سرکاري سرچینې وايي، چې دغه عملیات په سرحدي سیمو کې د امنیت او څارنې د لا پیاوړي کولو او د وسله والو د پټ تګ راتګ د مخنیوي لپاره د یو ګډ او منظم امنیتي پلان برخه ده.

د سرچینو په خبره، د پاکستان ـ افغانستان پولې ترڅنګ په هغو سیمو کې عملیات کېږي چې د مشکوکو کسانو یا وسله والو د تګ راتګ اطلاعات ترې ترلاسه شي.

تر اوسه په دغو عملیاتو کې د کوم وسله وال د وژل کېدو، نیول کېدو یا د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.