سوات : د سوات د منګلور په بنجوټ، اشار ګړۍ سیمه کې یو سړي د غیرت په نوم په ډزو خپله ۲۲ کلنه مېرمن او یو بل سړی وژلي دي.
پولیس وايي، پېښه ،د اګست په ۱۸مه، د شپې د کور ترڅنګ شوې ده. د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، تورن کس پر خپلې مېرمنې او ورسره پر موجود سړي ډزې کړې چې دواړه په موقع مړه شوي دي.
پولیس وايي، تورن کس له پېښې وروسته له ځایه تښتېدلی دی. د پېښې مقدمه درج شوې او پولیسو د تورن کس د نیولو لپاره پلټنې او چاپې پېل کړې دي.


عصمت علي اخون