ملتان : د شاهین شاه افریدي په مشرۍ سپارکو پېنټس پاکستان ګولډ د نېشنل چیمپینز کپ په فاینل کې پاکستان ګرینز ته په ۱۰۱ منډو ماتې ورکړه او د ټورنمنټ اتلولي یې وګټله.
په ملتان کرکټ سټېډیم کې د فاینل په لوبه کې پاکستان ګولډ لومړی بېټنګ وکړ او په ۵۰ اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۰ منډې جوړې کړې. شمیل حسین ۱۱۱ او سعد خان ۱۱۲ منډې وکړې او خپلې لوبډلې ته یې د ۳۴۱ منډو لوي هدف وټاکه.
پاکستان ګرینز د هدف په تعقیب کې په ۳۷.۳ اوورونو کې په ۲۳۹ منډو وسوځېد. سعد بېګ ۶۷، عمیر بن یوسف ۴۴، فهیم اشرف ناسوځېدلې ۳۸ او نسیم شاه ۳۱ منډې وکړې.
د پاکستان ګولډ کپتان شاهین شاه افریدي په فاینل کې په زړه پورې بالینګ وکړ. هغه په ۸.۳ اوورونو کې ۳۶ منډې ورکړې، اووه ویکټې یې واخیستې او هېټ ټرېک یې هم بشپړ کړ.
د پاکستان ګولډ بریا ځکه هم د پام وړ ده چې پاکستان ګرینز د ټورنمنټ په لومړي پړاو کې همدې لوبډلې ته په ۱۲۸ منډو ماتې ورکړې وه، خو پاکستان ګولډ په فاینل کې پیاوړی بېرته راتګ وکړ او په ۱۰۱ منډو بریا سره یې اتلولي خپله کړه.
شاهین شاه افریدي د خپلې اغېزناکې بالینګ کارکردګۍ له امله د فاینل له مهمو لوبغاړو څخه و او د پاکستان ګولډ په اتلولۍ کې یې اساسي رول ولوباوه.


شال نیوز