کابل : د افغانستان د سرپرست حکومت د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ،ملا عبدالغني برادر اخوند، ویلي دي، هغه کسان چې د نورو په لمسون په هېواد کې تخریب او ګډوډي کوي، باید له خپلو فعالیتونو لاس واخلي او افغانان ارام ژوند ته پرېږدي.

ملا عبدالغني برادر دا څرګندونې ،د اګست په ۱۹مه، د افغانستان له انګرېزي واکمنۍ څخه د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت د دفاع وزارت په ودانۍ کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. نوموړي وویل، چې خپلواک ژوند د افغانانو له مهمو ملي ارزښتونو څخه دی او افغانانو په بېلابېلو دورو کې د بهرني واک او غلامۍ پر ضد مبارزه کړې ده.

هغه وویل، چې د خپلواکۍ د ورځې لمانځل باید یوازې د پخوانیو مبارزینو او اتلانو تر یاد پورې محدود نه وي، بلکې د ترلاسه شوې خپلواکۍ ساتل هم د افغانانو ګډ مسوولیت دی. ملا عبدالغني برادر وویل: «تر ټولو مهم پیغام باید دا وي چې ترلاسه شوې خپلواکي وساتو او د هر ډول سیاسي، اقتصادي او پوځي استعمار د بیا تکرار مخه ونیسو.»

د هغه په خبره، د دې لپاره افغانان باید د دیني او ملي ارزښتونو پر ساتنه یو موټی شي، د نورو په اشاره خپل هېواد وران نه کړي، عصري زده‌ کړې وکړي او د ټکنالوژۍ او نوو وسایلو په برخه کې پر خپلو پښو ودرېږي.

 

د افغانستان د سرپرست حکومت د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ،ملا عبدالغني برادر اخوند د ازادۍ څلي ټه د درناوي په مهال


نوموړي د امریکا او ناټو شل کلن پوځي حضور ته په اشاره وویل، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان یو ځل بیا د خپلو سیاسي او اقتصادي پرېکړو واک ترلاسه کړی دی. هغه زیاته کړه چې اوس د افغانستان سیاسي او اقتصادي برخلیک بهرني لوري نه ټاکي او د هېواد پرېکړې د بل چا په اشاره نه کېږي.

ملا عبدالغني برادر په هغو کسانو هم غږ وکړ چې ،د حکومت په وینا، د نورو هېوادونو په ملاتړ په افغانستان کې د ناامنۍ او تخریب هڅې کوي. هغه وویل، «ورانکاري او شریر عناصر» دې له بې‌ ځایه تخریب او کورنیو جګړو لاس واخلي.

هغه د افغانستان امنیتي ځواکونو د فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغه ځواکونه د هېواد د امنیت د ساتلو لپاره شپه او ورځ کار کوي. د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال بهرنیو هېوادونو ته هم وویل، چې د افغانستان له تاریخ څخه دې زده کړه وکړي او د لاسوهنې او ټکر پر ځای دې له کابل سره سیاسي او اقتصادي اړیکو ته لاره هواره کړي.

نوموړي وویل، چې د افغانستان سرپرست حکومت له سیمې او نړۍ سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو ته تیار دی او نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د رسمي سیاسي تعامل پر لور عملي ګامونه واخلي.

ملا عبدالغني برادر د هېواد اقتصادي حالت ته په اشاره وویل، چې په افغانستان کې یو شمېر لویې اقتصادي پروژې روانې دي او حکومت هڅه کوي خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. هغه له خلکو وغوښتل چې د اقتصادي پروژو ملاتړ وکړي، ځکه د نوموړي په وینا، دغه پروژې د کار، عاید او اقتصادي ثبات په زیاتولو کې مرسته کولی شي.

د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې د مراسمو په پای کې ملا عبدالغني برادر د ازادۍ پر څلي د ګلونو ګېډۍ هم کېښوده.