اسلام‌ اباد : د ایران ملي کبډۍ لوبډله ،د اګست په ۱۹مه، اسلام‌ اباد ته رسېدلې ده او د پاکستان له ملي لوبډلې سره یې ګډ روزنیز کېمپ پېل کړی دی. د دې کېمپ موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو لوبغاړي د راتلونکو اسیایي لوبو لپاره خپل فزیکي او تخنیکي تیاری لا ښه کړي.

د پاکستان د کبډۍ فیډریشن په خبره، د ګډ کېمپ پر مهال به د دواړو لوبډلو لوبغاړي منظم مشقونه کوي او یو شمېر دوستانه مقابلې به هم ترسره شي.

فیډریشن ویلي دي، چې د دواړو لوبډلو روزونکي به د لوبغاړو پر فزیکي ځواک، چټکتیا، دفاع، برید او د میدان پر پلانونو کار کوي. د کېمپ پر مهال به د پاکستان او ایران روزونکي خپلې تجربې او د لوبې طریقې هم له یو بل سره شریکوي.

پاکستان او ایران دواړه د ۲۰۲۶م کال اسیایي لوبو ته تیاری کوي او په اسلام‌ اباد کې روان ګډ کېمپ د همدې تیاریو یوه برخه بلل کېږي. ایران د اسیا په کبډۍ کې له پیاوړو لوبډلو څخه شمېرل کېږي. د ایران د نارینه وو ملي لوبډلې د ۲۰۱۸م کال په اسیایي لوبو کې د سرو زرو مډال ګټلی و او په نړیواله کبډۍ کې یې هم ښه نوم جوړ کړی دی.

پاکستان هم په کبډۍ کې اوږد تاریخ لري. د پاکستان د کبډۍ فیډریشن په خبره، له ایراني لوبغاړو سره ګډ مشقونه به پاکستاني لوبغاړو ته دا موقع ورکړي چې د یو قوي نړیوال ټیم پر وړاندې خپلې وړتیاوې وازمويي، خپلې کمزورۍ معلومې کړي او د لویو مقابلو تر مخه خپل تیاری لا ښه کړي.