د زابل ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په مشرۍ، د احتکار د مخنیوي کمیسیون له لوري، د اپرېل په ۲۶مه، شاوخوا اته ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول.
د مسؤلینو په وینا، په دې توکو کې شاوخوا یو نیم ټن درمل او نږدې شپږ نیم ټنه خوراکي مواد شامل وو، چې د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د بېلابېلو پلټنو او نظارتي عملیاتو پر مهال راټول شوي وو.
چارواکي وايي، دا اقدام د عامې روغتیا د خونديتوب، د خلکو د ژوند د ساتنې او په بازارونو کې د بې کیفیته او زیانمنو توکو د مخنیوي په موخه ترسره شوی دی.
دوی له سوداګرو وغوښتل چې د قوانینو او ټاکل شوو معیارونو درناوی وکړي او د تاریخ تېر او بې کیفیته توکو له پلورلو ډډه وکړي، څو د خلکو روغتیا له خطر سره مخ نه شي.

بریال منګل