کابل : د کابل پولي تخنیک پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د څلورم کال محصل، هاتف ندا، د پوهنتون په لیلیه کې په ناڅرګنده حالاتو کې مړ شوی دی.
سرچینو ویلي دي، چې نوموړی ،د اګست په ۱۸مه، په لیلیه کې په خپله کوټه کې مړ موندل شوی و، خو تر اوسه د هغه د مړینې کره لامل نه دی څرګند شوی.
هاتف ندا د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد ښار اصلي اوسېدونکی و او په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې یې د انجینرۍ زده کړې کولې.
تر اوسه د پوهنتون ادارې او اړوندو چارواکو د پېښې په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی او دا هم نه ده څرګنده شوې چې د نوموړي د مړینې د علت معلومولو لپاره پلټنې پېل شوې دي که نه.
شال نیوز په خپلواکه توګه د مړینې علت نه شي تاییدولی او د نورو رسمي معلوماتو په تمه دی.


شال نیوز