کابل / بدخشان : د افغانستان پلازمېنه کابل او د هېواد یو شمېر نورې سیمې ،د اګست د ۱۸مېړ او ۱۹مې، ترمنځ په شپه د ۵.۳ درجې زلزلې ولړزولې.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ شاوخوا ۳۵ کیلومتره سوېل لوېدیځ ته د هندوکش په غرنیو سیمو کې و او ژوروالی یې نږدې ۱۹۵ کیلومتره ښودل شوی دی.

د زلزلې ټکانونه په کابل سربېره د افغانستان په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه نورستان، کونړ، ننګرهار او لغمان کې هم احساس شوي دي.

له پاکستانه هم راپورونه وايي چې د زلزلې ټکانونه تر اسلام‌ اباد او ګلګت بلتستان پورې په یو شمېر سیمو کې احساس شوي دي.

د زلزلې د ژوروالي له امله ټکانونه په پراخه جغرافیه کې احساس کېدی شي، خو ژورې زلزلې عموماً د ځمکې پر سطحه د نسبتاً لږ ویجاړتیا سبب کېږي. تر دې دمه د افغانستان یا پاکستان له اړوندو سیمو د ځاني تلفاتو یا د پام وړ مالي زیان کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.

بدخشان او د هندوکش غرنی کمربند د زلزلو له پلوه د سیمې له فعالو برخو څخه شمېرل کېږي او په دې سیمه کې وخت ناوخت منځنۍ او زورورې زلزلې کېږي.