برلین : افغانۍ فلم جوړوونکې شهربانو سادات وايي، چې نړیواله سینما باید افغانستان او افغانان یوازې د جګړې، غم، کډوالۍ او قربانیانو په بڼه ونه ښيي، بلکې د افغانانو د عادي ژوند، مینې، خوشحالۍ، طنز او ورځنیو انساني تجربو تصویر هم نړۍ ته وړاندې کړي.
سادات په خپل تازه فلم «نو ګوډ مېن» کې هڅه کړې ده چې د افغانستان هغه مخ نندارې ته وړاندې کړي چې د جګړې په نړیوالو تصویرونو کې ډېر کم لیدل شوی دی. فلم د کابل په یو ټلوېزیوني اداره کې د نارو په نوم د یوې ښځینه کمېرې چلوونکې د کار، شخصي ژوند او مینې کیسه بیانوي. د فلم پېښې په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو لږ وړاندې رامنځته کېږي.
«نو ګوډ مېن» د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ پر ۱۲مه د برلین د ۷۶م نړیوال فلم فېسټیوال د پرانیستې فلم په توګه نندارې ته وړاندې شو. د برلین نړیوال فلم فېسټیوال دا د شهربانو سادات درېیم اوږد فلم بللی دی.
سادات، چې خپله یې هم په فلم کې مرکزي رول لوبولی، ویلي دي چې د افغانستان په اړه زیاتره نړیوال فلمي روایتونه د جګړې، تاوتریخوالي او بدمرغۍ پر محور راڅرخي، حال دا چې افغانان د نورو ټولنو د خلکو په څېر مینه کوي، ټوکې کوي، خوشحالېږي او عادي ورځنی ژوند لري. هغې ویلي دي، چې غوښتل یې په خپل فلم کې د افغانانو همدا انساني او عادي اړخ نړیوالو لیدونکو ته ورسوي.
فلم په سیاسي او ټولنیز پس منظر کې د یوې ښځې د مسلکي ژوند او شخصي اړیکو کیسه بیانوي او په عین وخت کې د افغانستان د ښاري ژوند، رسنیو او ښځو د وضعیت هغه تصویر وړاندې کوي چې تر ۲۰۲۱م کال وړاندې موجود و.
د «نو ګوډ مېن» عامه سینمايي ننداره به د اګست پر ۲۷مه په جرمني کې پېل شي. فلم د افغانستان، جرمني، فرانسې، ناروې او ډنمارک د فلمي ادارو په ګډه همکارۍ جوړ شوی دی.
شهربانو سادات تر دې وړاندې د «ولف اېنډ شیپ» او «دي اورفنېج» فلمونه هم جوړ کړي دي. نوموړې له ۲۰۲۱م کال وروسته په جرمني کې ژوند او کار کوي او د معاصر افغان سینما له پېژندل شوو فلم جوړوونکو څخه ګڼل کېږي.


شال نیوز