صوابۍ : د صوابۍ د هنډ په سیمه کې په سیند کې د ډوبو شوو څلورو کسانو له ډلې د دوو مړي موندل شوي، په داسې حال کې چې د پاتې دوو لادرکه کسانو د موندلو لپاره د ریسکیو ۱۱۲۲ د لټون عملیات لا هم روان دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي وايي، د اګست پر ۱۴مه، په سیند کې ډوب شوي شکیل او شرجیل نومي کسانو مړي غوطه وهونکو موندلي او له اوبو یې راویستي دي.
نوموړي زیاته کړې چې په پېښه کې دوه نور کسان لا هم لادرکه دي او د هغوي د موندلو لپاره د سیند په بېلابېلو برخو کې د لټون عملیات دوام لري.
د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، د صوابۍ ترڅنګ د مردان، نوښار، چارسدې او پېښور غوطه وهونکي ټیمونه هم په عملیاتو کې برخه لري او په پرله پسې ډول د لادرکه کسانو د موندلو هڅې کوي.


شال نیوز