کابل : طالبان وايي، چې د کابل د دشت برچي په سیمه کې د «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي ته څېرمه د لاسي بم د چاودنې په اړه پلټنې روانې دي او د داعش د لاس لرلو احتمال هم څېړل کېږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ،د اګست په ۱۸مه، ویلي دي، چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د پېښې عاملان وپېژني او ونیسي. د هغه په وینا، لومړني معلومات ښيي چې ښوونځي ته نږدې لاسي بم غورځول شوی و، چې شاوخوا ۲۵ زده کوونکي یې ژوبل کړي دي.
مجاهد ویلي دي، چې د ډېرو ژوبلو ټپونه برسېرن دي، خو د پېښې د عاملانو په اړه یې تر اوسه وروستۍ نتیجه نه ده اعلان کړې.
چاودنه د دوشنبې، اګست ۱۷مې، ماسپښین د کابل لوېدیځ د دشت برچي د مهدیه ښارګوټي په سیمه کې د «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي ته څېرمه شوې وه. اسوشیټېډ پرېس د طالبانو د پولیسو د ویاند خالد ځدراڼ له قوله وايي، چې لاسي بم د ښوونځي په خوا کې چاودېدلی او یو شمېر ماشومان پکې ژوبل شوي دي.
د ژوبلو د شمېر په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي. د طالبانو ویاند شاوخوا ۲۵ زده کوونکي یاد کړي، خو ځینو افغان رسنیو د ژوبلو شمېر نږدې ۵۰ تر ۵۲ پورې ښودلی دی. تر اوسه خپلواکو سرچینو وروستی شمېر نه دی تایید کړی.
تر دې دمه داعش یا کومې بلې وسله والې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی. د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بېنېټ دا پېښه غندلې او د خپلواکو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
دشت برچي د کابل هغه سیمه ده چې په تېرو کلونو کې د ښوونځیو، تعلیمي مرکزونو او عامو خلکو پر ضد د داعش د خراسان څانګې د ګڼو خونړیو بریدونو شاهده پاتې شوې ده.


شال نیوز