پکتیا : د افغانستان د پېښو پر وړاندې د مبارزې امادګۍ ادارې او سیلاب خیریه بنسټ په ګډه په پکتیا ولایت کې ۳۰۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې وېشلې دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې امادګۍ ادارې عمومي رییس ،ملا نورالدین ترابي ،د اګست په ۱۸مه، د مرستو د وېش پر مهال ویلي دي، چې دغه مرستې د سیلاب خیریه بنسټ په همکارۍ هغو کورنیو ته ورکړل شوې دي چې له طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د نوموړي په وینا، د مرستو موخه د زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او په سختو شرایطو کې د هغوي ملاتړ دی. ترابي د خیریه بنسټونو او شتمنو کسانو څخه هم غوښتنه کړې ده چې له اړمنو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د سیلاب خیریه بنسټ رییس ،سید احمد سیلاب، هم د مرستو په برابرولو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې امادګۍ ادارې له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي چې د وېشل شویو بستو لپاره خوراکي او غیرخوراکي توکي برابر شوي دي.
د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم، ۵ کیلو بوره، یو کیلو چای، دوه جوړې بوټان او یوه بسته ښځینه جامې ورکړل شوې دي. د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د دغو مرستو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د اړینو توکو په برابرولو کې به ورسره مرسته وکړي.


شال نیوز