لغمان : د افغانستان د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په میل‌ دره سیمه کې ،د اګست په ۱۸مه، د کوچنیو کاروبارونو پروژې له لارې ۴۵ مستحقو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا په موخه دوه ـ دوه وزې له بچیانو سره ووېشل شوې.

د سرف افغانستان مؤسسې په همکارۍ د دغو مرستو پروګرام له ۲۱۰ کورنیو د اړتیاوو تر ارزونې وروسته عملي شوی دی. د لغمان د اقتصاد ریاست وایي، چې د دې پروګرام موخه د اړمنو کورنیو لپاره د کوچني کاروبار او دوامدار عاید زمینه برابرول دي.