هريپور : د خیبر پښتونخوا د هريپور ضلعې له بېلابېلو ښاري سیمو څخه یوه نجلۍ او دوه هلکان د تېرې یوې اوونۍ په موده کې ورک شوي دي. د ماشومانو کورنیو ،د اګست په ۱۸مه، ویلي دي، چې هغوي له خپلو کورونو څخه د لوبو یا کوم کار لپاره وتلي وو، خو بېرته نه دي ستانه شوي او تر اوسه یې درک نه دی لګېدلی.
د هريپور ضلعي پولیس مشر شفیع الله ګنډاپور د ایت نور په نوم د ورکې نجلۍ د موندلو لپاره ،د اګست په ۱۵مه، د پولیسو، پلټنیزې څانګې، معلوماتي ټکنالوژۍ ډلې، قامي مخورو او مدني ټولنې د استازو ګډه غونډه کړې ده.
پولیس وايي، چې د ماشومانو د موندلو لپاره د امنیتي کمرو تصویرونه، تخنیکي معلومات او نور شواهد څېړل کېږي او بېلابېلې ډلې په پلټنو بوختې دي.
تر اوسه د درې واړو ماشومانو د اوسېدو ځای نه دی معلوم شوی او پولیسو هم د هغوي د ورکېدو د علت په اړه کومه وروستۍ نتیجه نه ده اعلان کړې.


شال نیوز