کابل : د روسي کمپنیو یو سوداګریز پلاوي ،د اګست په ۱۷مه، په کابل کې د افغان سوداګرو او د وچې مېوې له صادرونکو سره د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دي.
په خبرو کې روسیې ته د افغان وچې مېوې، تازه مېوو او سبزیو د صادراتو ترڅنګ د درملو، ودانیزو توکو، تېلو او روغتیايي توکو په برخو کې د سوداګریزو اړیکو پر زیاتولو هم بحث شوی دی.
د کابل د وچې مېوې د صادرونکو اتحادیې ویلي دي، چې روسیه د افغانستان د وچې مېوې لپاره یو لوي او مهم بازار کېدی شي او افغان سوداګر کولی شي ممیز، بادام، پسته، جلغوزي او نور محصولات دغه هېواد ته صادر کړي.
خو سوداګر وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي معاملاتو محدودیتونه، د پیسو د لېږد ستونزې، د ترانسپورټ لوړه بیه او د مالونو د انتقال اوږدې لارې لا هم د سوداګرۍ پر وړاندې مهم خنډونه دي.
افغان سوداګرو له روسي پلاوي غوښتي دي چې د مستقیمو سوداګریزو لارو، بانکي اسانتیاوو او د صادراتو لپاره د منظم ترانسپورټ په برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي.
تر اوسه د دې خبرو په نتیجه کې د کومې مشخصې سوداګریزې هوکړې یا قرارداد اعلان نه دی شوی.


شال نیوز