نورستان : د نورستان سیمه ییز چارواکو ،د اګست په ۱۸مه، ویلي دي، چې د دغه ولایت د طبیعي ځنګلونو د ساتنې لپاره نهه قامي شوراګانې جوړې شوې دي او د قامي تړون له مخې، د یوې ونې وهلو په سر به سرغړوونکی یوه غوا جرمانه کېږي.
د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي زېرمو د تنظیم مشر ضیا الدین جهاني وايي، چې دغو شوراګانو ته د فعالیت رسمي اجازه ورکړل شوې او د ځنګلونو د ساتنې لپاره له اړوندو حکومتي ادارو سره په ګډه کار کوي.
د سیمې یو قامي مشر زکریا خان وايي، چې د قامي پرېکړې له مخې که څوک طبیعي ځنګل ووهي، شورا به ترې د ناغې په توګه یوه غوا اخلي. د هغه په وینا، که د لرګیو قاچاقبران د ځنګلونو د وهلو پر مهال ونیول شي، حکومتي ادارو ته سپارل کېږي.
یو بل قامي مشر عبدالله وايي، چې قامي شوراګانې د ځنګلونو څارنه کوي او هغه کسان جریمه کوي چې د ونو په ناقانونه وهلو کې ونیول شي.
د نورستان چارواکي وايي، چې د ځنګلونو د بیا زرغونولو او پراخولو لپاره په دغه ولایت کې ۲۷۷ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي هم کرل شوي دي. د ناقانونه ځنګل وهلو او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي لپاره یوه ځانګړې «شنه قطعه» هم فعاله ده.
خو تر اوسه په خپرو شوو معلوماتو کې دا نه دي ویل شوي چې د دغې قامي پرېکړې له عملي کېدو راهیسې څو کسان د یوې غوا په جرمانه محکوم شوي او له سرغړوونکو څخه په مجموع کې څو غواوې اخیستل شوې دي.
همدارنګه چارواکو تر اوسه دا هم نه دي روښانه کړي چې له کرل شوو ۲۷۷ زره نیالګیو څخه څو ژوندي پاتې دي او د نیالګیو د ژوندي پاتې کېدو کچه څومره ده.
نورستان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې پراخ طبیعي ځنګلونه لري. د ځنګلونو ناقانونه وهل او د لرګیو قاچاق له کلونو راهیسې د دغه ولایت د طبیعي چاپېریال لپاره یوه مهمه ستونزه بلل کېږي.
سیمه ییز چارواکي او قامي مشران هڅه کوي چې د ولسي پرېکړو، قامي شوراګانو او حکومتي څارنې له لارې د ځنګلونو د وهلو مخه ونیسي.


شال نیوز