ممبۍ : د عمران هاشمي او دیشا پټاني فلم «اوارپن ۲» د نندارې په لومړیو څلورو ورځو کې په نړیوال باکس افس کې تر ۱۳۰ کروړو هندۍ روپو زیات امدن کړی دی. د فلمي شمېرو له مخې، یوازې په هند کې یې خالصه ګټه تر ۹۱ کروړو روپو رسېدلې، او له هند بهر یې هم ښه امدن کړی دی.

«اوارپن ۲» د اګست پر ۱۴مه سینماګانو ته وړاندې شو. فلم په لومړیو درېیو ورځو کې شاوخوا ۸۲ کروړه روپۍ ګټلې وې، خو د لومړۍ دوشنبې تر نندارو وروسته یې ټولې ګټلې پیسې نورې هم زیاتې شوې.

فلمي رسنۍ دا د عمران هاشمي د وروستیو کلونو له سترو انفرادي سوداګریزو بریاوو څخه بولي.
«اوارپن ۲» د ۲۰۰۷م کال د مشهور فلم «اوارپن» دویمه برخه ده.