پېښور : د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د تازه وړاندوینې له مخې، د خیبر پښتونخوا په بنو، لکي مروت، ټانک، ډېره اسماعیل خان، کرک، شمالي وزیرستان او سویلي وزیرستان کې د اګست پر ۲۰مه او ۲۱مه د باران، تندر او تېزو هواګانو امکان شته.

ادارې ویلي دي، چې د اګست تر ۲۱مې پورې په باجوړ، مومندو، خیبر، کرمه، اورکزو، کوهاټ، هنګو، پېښور، نوښار، سوات، دیر او چترال کې هم د سختو بارانونو امکان شته، چې ورسره په ځینو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو او د خوړونو او سیندونو د اوبو د لوړېدو خطر پیدا کېدی شي.

ریسکیو ۱۱۲۲ خلکو ته سپارښتنه کړې ده چې د بارانونو پر مهال په سیندونو او خوړونو کې له لامبو، د غرنیو سیمو له غیرضروري سفرونو او له سېلابي اوبو څخه د تېرېدو ډډه وکړي.

چارواکو ویلي دي، چې د موسم وضعیت په چټکۍ بدلېدی شي او د خطر په سیمو کې اوسېدونکي دې د هوا پېژندنې ادارې او د ضلعي انتظامیې تازه لارښوونې تعقیب کړي.