بدخشان : د افغانستان د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څښاک پاکو اوبو د یوې زېرمې د جوړولو کار ،د اګست په ۱۸مه، پېل شوی دی. د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د یاوان ولسوالۍ د ایور بالا کلي د اوسېدونکو لپاره د پاکو او خوندي څښاک اوبو د برابرولو په موخه پلې کېږي.
د یاوان ولسوال مولوي عبدالمنان مخلص وايي، دا پروژه د سیمې د اوسېدونکو د اړتیا له مخې د «کنسرن» موسسې له خوا قرارداد شوې او عملي چارې یې پېل شوې دي. نوموړي ویلي دي، چې د پروژې د کار د پېل او عملي کېدو بهیر د ولسوالۍ د استازي او د کنسرن موسسې د مسوولانو په حضور کي ارزول شوی او څارنه یې شوې ده.
ځايي چارواکي وايي، چې د اوبو د زېرمې تر بشپړېدو وروسته به د ایور بالا کلي اوسېدونکي پاکو او خوندي د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړي. د یاوان ولسوالۍ د چارواکو په وینا، د دې پروژې بشپړېدل به د سیمې د خلکو د څښاک اوبو ستونزې راکمې کړي او د هغوي د روغتیايي وضعیت په ښه کېدو کې به مرسته وکړي.


شال نیوز