اسلام‌ اباد : د پاکستان د سېنېټ د واکونو د انتقال کمېټۍ وفاقي حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې د اتلسم ایيني ترمیم د بشپړ عملي کولو په لړ کې شاوخوا دوه درجن وفاقي وزارتونه او ادارې ختمې کړي او هغه واکونه چې د ایین له مخې صوبو ته انتقال شوي، په بشپړ ډول صوبايي حکومتونو ته وسپاري.

د سېنېټ کمېټۍ ،د اګست پر ۱۷مه، په پارلېمان هاوس کې په غونډه کې د اتلسم ایيني ترمیم له عملي کېدو وروسته د وفاق او صوبو ترمنځ د واکونو د وېش موضوع وڅېړله. کمېټۍ ویلي دي، چې د هغو چارو لپاره په وفاقي کچه د جلا وزارتونو او ادارو دوام مناسب نه دی چې ایيني واک یې صوبو ته سپارل شوی دی.

د راپور له مخې، په هغو وفاقي ادارو او وزارتونو کې چې د ختمولو یا بیا تنظیم وړاندیز یې شوی، د صحت، تعلیم، خوراکي خوندیتوب، کلتور، رېلوې، پټرولیم، صنعت او تولید او منصوبه بندۍ اړوند ادارې هم شاملې دي. کمېټي دریځ لري چې د اتلسم ایيني ترمیم له مخې په صوبايي موضوعاتو کې باید صوبو ته بشپړ اداري او مالي واک ورکړل شي.

کمېټۍ په همدې غونډه کې دا سپارښتنه هم کړې ده چې نږدې یو درجن نورې وفاقي ادارې دې د مشترکه مفاداتو کونسل تر واک لاندې راوستل شي. د کمېټۍ په وینا، وفاقي حکومت ته د دې بهیر د عملي کولو لپاره دوه اوونۍ وخت ورکړل شوی دی.

د مشترکه مفاداتو کونسل هغه ایيني اداره ده چې د وفاق او صوبو ترمنځ د ګډو موضوعاتو او واکونو په اړه پرېکړې کوي. د سېنېټ کمېټۍ ټینګار کړی دی چې د هغو ادارو چارې چې د وفاق او صوبو له ګډو ګټو سره تړاو لري، باید د همدې کونسل تر څار لاندې ترسره شي.

کمېټۍ د برېښنا د وېش د کمپنیو د خصوصي کولو په اړه هم اعتراض کړی او ویلي یې دي چې د مشترکه مفاداتو کونسل له منظورۍ پرته باید داسې پرېکړه ونه شي چې د صوبو پر ایيني حقونو اغېز وکړي.

اتلسم ایيني ترمیم په ۲۰۱۰م کال کې د پاکستان د ایین برخه وګرځېد. د دغه ترمیم له مخې د تعلیم، صحت، کلتور او ګڼو نورو برخو واکونه له وفاق څخه صوبو ته انتقال شول. خو د سېنېټ د واکونو د انتقال کمېټۍ په وروستیو میاشتو کې څو ځله ویلي دي چې د دې ترمیم ځینې برخې لا هم په بشپړ ډول نه دي عملي شوې او پر صوبايي موضوعاتو ځینې وفاقي ادارې لا هم فعالیت کوي.

دا مهال د کمېټۍ پرېکړه د پارلماني څارنې او سپارښتنې په کچه ده. وفاقي حکومت تر اوسه په رسمي ډول نه دي اعلان کړي چې کوم وزارتونه به په بشپړ ډول ختمېږي، کوم واکونه به صوبو ته انتقالېږي او د دې بهیر د عملي کېدو وروستی مهالویش به څه وي.