تخار : د افغانستان د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ وايي، چې د نشي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو په یو استوګنیز کور کې د شرابو جوړولو یوه محلي فابریکه کشف کړې او د قضیې په تړاو یې یو کس نیولی دی.
د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو امر نقیب الله مسرور ،د اګست په ۱۷مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دغه فابریکې په پټه فعالیت کاوه او د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې یې فعالیت درول شوی دی.
د پولیسو په وینا، د عملیاتو پر مهال شاوخوا زر لیټره شراب، د تصفیې یوه دستګاه او د شرابو د جوړولو نور وسایل او تجهیزات هم ترلاسه او ضبط شوي دي. امنیه قوماندانۍ وايي، چې د فابریکې د فعالیت په تړاو یو کس نیول شوی، خو د هغه هویت او د قضیې نور جزییات نه دي خپاره شوي.
په خبرپاڼه کې دا هم نه دي ویل شوي چې دغه فابریکه د تخار په کومه سیمه یا ولسوالۍ کې وه او له څه مودې راهیسې یې فعالیت کاوه. د تخار د نشي توکو پر ضد د مبارزې مدیر قاري ذبیح الله هجران ویلي دي، د نشي توکو او شرابو د تولید، پېر، پلور او قاچاق پر ضد عملیات به دوام ولري.


شال نیوز