نوښار : د نوښار په جهانګیره سیمه کې د مینې له واده وروسته رامنځته شوې کورنۍ شخړه په خونړۍ پېښه بدله شوې ده. پولیس وايي، چې یو ځوان خپله طلاقه شوې مېرمن د جي ټي روډ پر غاړه په ډزو وژلې او وروسته یې په خپل کور کې ځان هم په ډزو وژلی دی.
د اکوړه خټک پولیس تاڼې ایس اېچ او اشفاق احمد ویلي، د صوابۍ د وړوکي لاهور سیمې ۲۴ کلن عامر خان شاوخوا دوه کاله وړاندې له ملایکې سره د عدالت له لارې واده کړی و. د پولیسو په وینا، له واده درې یا څلور میاشتې وروسته د دواړو ترمنځ اختلافات پیدا شول او وروسته طلاق وشو.
پولیس وايي، چې ،د اګست په ۱۷مه، عامر خان ملایکې ته پر موبایل ټیلیفون وکړ او هغه یې په جهانګیره کې یوه هوټل ته نږدې ور وغوښته. د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، کله چې ملایکه ټاکلي ځای ته ورسېده، عامر خان هڅه وکړه چې هغه پخلاینې او له ځان سره بېرته کور ته تلو ته راضي کړي، خو هغې انکار وکړ.
پولیس وايي، چې له دې وروسته عامر خان پر ملایکې په عام محضر کې تشدد وکړ او بیا یې پرې ډزې وکړې. ملایکه د ډزو له امله ووژل شوه. د پولیسو په وینا، عامر خان له پېښې وروسته خپل کور ته ستون شو او هلته یې د هماغه تومانچې په وسیله پر خپل سر ډز وکړ او ځان یې وواژه.
د دواړو مړي د قانوني کارروایۍ او پوسټ مارټم لپاره روغتون ته وړل شوي وو. وروسته د ملایکې مړی د هغې کورنۍ ته وسپارل شو او په بدرشۍ کې خاورو ته وسپارل شوه، په داسې حال کې چې عامر خان د صوابۍ په وړوکي لاهور کې دفن شو.
پولیس وايي، چې د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي او د دواړو ترمنځ د اختلافاتو او د پېښې د نورو اړخونو په اړه معلومات راټولوي.


ندیم مشواني