کابل : د کابل په زړه کې د اریانا سینما هغه ودانۍ چې له شپږو لسیزو زیات وخت یې د افغانانو د فلم، هنر او ښاري ژوند د خاطرو ساتنه کړې وه، اوس نشته. د ۲۰۲۵م کال د دسمبر پر ۱۶مه د دې تاریخي سینما د ړنګولو کار پېل شو او تر شاوخوا یوې اوونۍ وروسته ټوله ودانۍ له منځه ولاړه. د کابل ښاروالۍ وايي، پر دې ځمکه به یو نوی تجارتي مرکز جوړېږي.

خو د افغان فلم جوړونکو او کلتوري فعالانو لپاره د اریانا ړنګېدل یوازې د خښتو او کانکریټو د یوې ودانۍ ختمېدل نه دي؛ هغوي دا د کابل د یوې اوږدې کلتوري حافظې او د افغانستان د فلمي تاریخ د یوې مهمې نښې له منځه تلل بولي.
 

 

د اریانا سېنما تالار / ایسوشییټډ پریس


اریانا سینما په ۱۹۶۳م کال کې پرانیستل شوه. هغه مهال کابل د بدلون په یو پړاو کې و او سینما د ښار د نوي ټولنیز او کلتوري ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې وه. په اریانا کې افغان فلمونه، هندي فلمونه او د لوېدیځو هېوادونو فلمونه نندارې ته وړاندې کېدل. په ځانګړي ډول هندي فلمونو په کابل کې پراخ مینه‌ وال لرل.

په ۱۹۹۰مو کلونو کې د کابل د کورنیو جګړو پر مهال اریانا سخته زیانمنه شوه او کلونه تړلې پاتې وه. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د کابل نورې سینماوې هم وتړل شوې.

له ۲۰۰۱م کال وروسته، چې په افغانستان کې نوی سیاسي نظام جوړ شو، د اریانا د بیا رغولو هڅې پېل شوې. د فرانسې په مرسته سینما ورغول شوه او په ۲۰۰۴م کال کې یې یو ځل بیا دروازې د نندارچیانو پر مخ پرانیستې. په همدې موده کې د افغانستان فلمي صنعت هم د بیا راژوندي کېدو هڅه وکړه او په اریانا کې یو شمېر نوي افغان فلمونه وښودل شول.
 

 

د اریانا سینما دفلم چلوونکي / ایسوشیټډ پریس


خو کله چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل، اریانا او د هېواد نورې سینماوې وتړل شوې. د ۲۰۲۵م کال د مې پر ۱۳مه د طالبانو حکومت د «افغان فلم» اداره هم منحل کړه.

وروسته د کابل ښاروالۍ پرېکړه وکړه چې د اریانا سینما ځمکه د تجارتي پروژې لپاره وکاروي. د ښاروالۍ ویاند ،نعمت‌ الله بارکزي، ویلي چې سیمه تجارتي ارزښت لري او ښاروالۍ غواړي له خپلو ځمکو څخه عاید ترلاسه کړي او په ښار کې پراختیايي بدلونونه راولي.

افغان فلم جوړونکی او لوبغاړی امیرشاه تلاش، چې له ۲۰۰۴م کال راهیسې د افغانستان په فلمي صنعت کې کار کړی، د اریانا ړنګېدل د افغان فلمي تاریخ لپاره دردناکه ضایعه بللې ده. نوموړي ویلي دي، چې د دې سینما له ړنګېدو سره یوازې یوه ودانۍ نه، بلکې د هغو هنرمندانو او فلم مینه‌ والو خاطرې هم له منځه ځي چې د جګړو، ناامنۍ او ستونزو باوجود یې له هنر سره اړیکه ژوندۍ ساتلې وه.
 

 

د اریانا سېنما مخه / د سرچینې په مننه


تلاش وايي، چې په ماشومتوب کې به له خپلو وروڼو سره اریانا ته د فلمونو لیدو لپاره تلو او همدلته ورسره د فلم مینه پیدا شوه. کلونه وروسته د هغه خپل فلم هم په همدې سینما کې نندارې ته وړاندې شو.

اریانا یوازینۍ نه وه

د افغانستان د سینما تاریخ یوازې د اریانا په نوم نه راټولېږي. له جګړو مخکې په کابل، کندهار، هرات، مزارشریف او جلال‌ اباد کې سینماوې او تیاترونه موجود وو او د ښارونو د ټولنیز ژوند مهمې برخې ګڼل کېدې. د ۱۹۶۰مو او ۱۹۷۰مو کلونو په یادونو کې افغانان دغه دوره د هغه وخت په توګه یادوي چې په لویو ښارونو کې سینما، تیاتر او موسیقي د عامه ژوند برخه وه.

په کابل کې د اریانا تر څنګ بهزاد سینما، پارک سینما، پامیر سینما، باختر سینما، اریوب سینما، بریکوټ سینما، بهارستان سینما او خیرخانه سینما د ښار د سینمايي تاریخ له مشهورو نومونو څخه دي.
 

 

د فلمونو مینه وال افغانان د سېنما ننداره کوي / د سرچینې په مننه


بهزاد د کابل له پخوانیو سینماوو ګڼل کېده، په داسې حال کې چې پارک سینما د پلازمېنې د څو نسلونو له خاطرو سره تړلې وه. پارک سینما تر وروستیو کلونو پورې د افغان فلم د تاریخ د یوې مهمې ودانۍ په توګه پاتې وه او د افغان فلمي ارشیف په اړه په نړیوالو مستندو فلمونو او څېړنو کې یې هم یادونه شوې ده.

پامیر او باختر هم د هغو سینماوو له ډلې وې چې په بېلابېلو دورو کې یې افغان او بهرني فلمونه نندارې ته وړاندې کول. د کابل د پخوانیو سینماوو ډېرې ودانۍ د جګړو پر مهال زیانمنې شوې، ځینې وروسته ورغول شوې او ځینې بیا د تل لپاره له منځه ولاړې.

کندهار؛ د ښار مرکزي سینما

کندهار هم د افغانستان له هغو ښارونو څخه و چې سینما یې د عامه کلتوري ژوند برخه وه. د کندهار مشهوره مرکزي سینما د ښار په مرکز کې ولاړه وه او د پخوانیو کندهاریانو په یادونو کې د هندي، افغان او نورو فلمونو د لیدو له مهمو ځایونو څخه ګڼل کېږي.
 

 

د کندهار سېنما زړه ودانۍ / د افغانستان کورنو چارو وزارت ارشیف


د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال دغه سینما ونړول شوه. وروسته ملا محمد عمر د هغې پر ځمکه د «جامع عمر» په نوم د جومات او تجارتي مرکز د جوړولو پروژه پېل کړه. د امریکا تر پوځي مداخلې پورې د دې پروژې کار بشپړ شوی نه و.

د کندهار د سینما د ړنګېدو کیسه ځکه مهمه ده چې دا ښيي، د افغانستان فلمي میراث یوازې د جګړې له امله نه، بلکې د بېلابېلو سیاسي نظامونو د کلتوري پالیسیو له امله هم زیانمن شوی دی.

هرات؛ سینما د تاریخي ښار له هنري ژوند سره تړلې وه

هرات چې د افغانستان د شعر، نقاشۍ، موسیقۍ او معماري له پخوانیو مرکزونو څخه دی، سینمايي او تیاتري ژوند یې هم درلود. د ۱۹۹۵م کال په سپتمبر کې، چې طالبانو هرات ونیو، د ښار په کلتوري اثارو او هنري ځایونو پراخ محدودیتونه ولګېدل. تاریخي راپورونه وايي، چې په ښار کې موجوده سینما هم په همدې دوره کې ونړول شوه.
 

 

په هرات کې د تیاتر ودانۍ / د سرچینې په مننه


په باوري سرچینو کې د هغې سینما رسمي نوم په څرګند ډول نه دی ثبت شوی، له همدې امله د نوم په اړه له اټکل څخه باید ډډه وشي. خو تاریخي اسناد دا تاییدوي چې هرات د طالبانو تر لومړۍ واکمنۍ مخکې فعال سینمايي او تیاتري ژوند درلود.

مزارشریف؛ سینما او د افغان فلم تولید

مزارشریف هم د افغانستان د فلمي نقشې مهم ښار و. تاریخي سرچینې ښيي چې د هېواد په شمال کې فلمونه تولیدېدل او «چپ‌ انداز» نومي افغان فلم په مزارشریف کې جوړ شوی و. د ۱۹۶۰مو او ۱۹۷۰مو کلونو د افغان ښاري ژوند په اړه تاریخي روایتونه هم تاییدوي چې مزارشریف سینماوې او تیاترونه لرل.
 

 

د مزار شریف سېنما مخې ته د فلم مینه وال راټول ولاړ دي / د سرچینې په مننه


د ښار د پخوانیو سینماوو د مشخصو نومونو په اړه عامو موجودو سرچینو کې معلومات محدود دي، خو د مزار فلمي فعالیت د افغانستان د ملي سینما د تاریخ یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.

جلال‌اباد؛ له دوو سینماوو تر «وړه بالیووډ» پورې

جلال‌ اباد د افغانستان د فلمي تاریخ یوه جالبه بیلګه ده. د ختیځ افغانستان د فلمي صنعت د کارکوونکو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، په ۱۹۸۰مو کلونو کې جلال‌ اباد لږ تر لږه دوه سینماوې لرلې، خو دواړه وروسته له منځه ولاړې.
 

 

یو افغان ځوان د فلم پوسټر سره / د سرچینې په مننه


له ۲۰۰۱م کال وروسته په ننګرهار کې د فلم جوړونې نوی بهیر پېل شو. د یوې لسیزې په موده کې په جلال‌ اباد کې له سلو زیات فلمونه جوړ شول او د زیات فلمي تولید له امله دغه ښار کله ناکله د افغانستان «وړه بالیووډ» هم بلل کېده.

که څه هم د دغو فلمونو تولیدي معیارونه یو شان نه وو، خو د پښتو او دري ژبو په فلمونو کې د سیمه‌ ییزو هنرمندانو، سندرغاړو او ځوانو لوبغاړو لپاره یې مهم فرصت برابر کړی و.

د افغان سینما اوږد تاریخ

افغانستان له سینما سره تر ډېرو خلکو د تصور نه اوږده اړیکه لري. د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې د هېواد شاهي دربار له اروپايي فلمونو سره بلد شوی و، او وروسته د هند له سینما سره د افغانستان اړیکې لا پراخې شوې. د کابل په سینماوو کې هندي فلمونه دومره مشهور وو چې د پاکستان ځینې سینما مینه‌ وال به هم د هندي فلمونو لیدلو لپاره کابل ته تلل.

د ۱۹۶۰مو او ۱۹۷۰مو کلونو په افغانستان کې سینما یوازې تفریح نه وه؛ د ښارونو د نوې متوسطې طبقې، زده‌ کوونکو، کورنیو او هنرمندانو د ټولنیز ژوند یوه برخه وه. وروسته د شوروي جګړې، کورنیو جګړو، د مجاهدینو دورې، د طالبانو لومړۍ واکمنۍ او پرله‌ پسې ناامنۍ دغه صنعت سخت وځپه.
 

 

د فلم مینه وال افغانان د سېنما په دروازه کې / د سرچینې په مننه


له ۲۰۰۱م کال وروسته یو ځل بیا د افغان فلم د راژوندي کېدو هیله پیدا شوه. نوې ډرامې او فلمونه جوړ شول، یو شمېر زړې سینماوې ورغول شوې او افغان فلم جوړونکو نړیوالو فلمي جشنونو ته لاره پیدا کړه.

خو له ۲۰۲۱م کال وروسته د سینماوو تړل، پر موسیقۍ او نورو هنري فعالیتونو محدودیتونه او په ۲۰۲۵م کال کې د افغان فلم ادارې منحل کېدل د دې صنعت راتلونکی یو ځل بیا له جدي پوښتنو سره مخ کړی دی.

یوازې ودانۍ نه، حافظه هم ورکېږي

د اریانا سینما د ړنګېدو بحث په اصل کې د افغانستان د تاریخي ودانیو تر بحث ډېر پراخ دی. د سینما زړې ودانۍ، د فلمونو ریلونه، پوسټرونه، عکسونه، کمرې، د فلم جوړونکو شخصي اسناد، زاړه سکرېپټونه او د افغان فلم ارشیف ټول د هېواد د معاصر تاریخ برخه ده.
 

 

خیر خانه سېنما چې وروستو د طالبانو لخوا ونړول شوه / د سرچینې په مننه


په دغو فلمونو کې یوازې لوبغاړي نه لیدل کېږي؛ پخوانی کابل، کندهار، هرات، مزارشریف او جلال‌ اباد هم لیدل کېږي. د خلکو جامې، بازارونه، کوڅې، موسیقي، ژبه، دودونه او د هغه وخت ټولنیز ژوند پکې خوندي دی.

له همدې امله د فلمي میراث د ساتنې کار یوازې د هنرمندانو مسئله نه ده، بلکې د تاریخي حافظې د ساتنې مسئله هم ده.

اریانا اوس نړېدلې ده. د کندهار پخوانۍ سینما کلونه وړاندې ورکه شوې. د هرات سینما هم د ۱۹۹۰مو کلونو په جګړه او سیاسي بدلونونو کې له منځه ولاړه. د جلال‌ اباد پخوانۍ سینماوې نشته او د کابل ګڼ زاړه سینمايي مرکزونه یا تړلي، یا بدل شوي او یا د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
 

 

افغانان په اریانا سېنما کې د فلم د نندارې په مهال / ایسوشیټډ پریس


د افغان سینما د تاریخ پر وړاندې اوس لویه پوښتنه دا ده چې له دغو ودانیو وروسته به د هغوي خاطرې، فلمونه، عکسونه او اسناد څوک او څنګه خوندي کوي؟

امیرشاه تلاش وايي، ودانۍ ښيي ونړېږي، خو هنر د خلکو په زړونو او ذهنونو کې ژوندی پاتې کېږي.

د اریانا سینما د ورانې شوې ودانۍ پر ځای به ښيي یو نوی تجارتي مرکز ودریږي، خو د کابل د زرګونو اوسېدونکو لپاره به دغه ځای د اوږدې مودې لپاره هغه سینما وي چې په تیاره تالار کې به یې پرده رڼا شوه، فلم به پېل شو او د جګړو له ستړي ښار څخه به خلک د څو ساعتونو لپاره د کیسې یوې بلې نړۍ ته تلل.