کابل : په کابل کې ،د اګست په ۱۶مه، د افغانستان د ۱۷ کلنو د فوټبال چیمپینز لیګ سیالیو له پای ته رسېدو وروسته د ټورنمنټ غوره لوبغاړي، ګول ساتونکي او روزونکي اعلان شول. په دغو سیالیو کې لسو لوبډلو برخه اخیستې وه.
د افغانستان فوټبال فیډریشن وايي، چې دغه سیالۍ د فوټبال د بنسټیز پرمختګ، د ځوانو استعدادونو د موندلو او د راتلونکو ملي لوبډلو لپاره د وړ لوبغاړو د پېژندلو په موخه د فیډریشن په لګښت ترسره شوې.
د سیالیو په پای کې د فاریاب د سرسبز یاشلر د ۱۷ کلنو لوبډلې د چیمپینۍ جشن هم وشو. په پایلوبیزه غونډه کې د افغانستان د سپورټ ادارې مشر ،احمد الله وثیق، د افغانستان فوټبال فیډریشن مشر محمد یوسف کارګر، د فیډریشن چارواکو او د فوټبال مینه والو ګډون کړی و.
د عینو مېنې کندهار د ۱۷ کلنو لوبډلې روزونکی ،محمد طاهر طاهري، د سیالیو غوره روزونکی وټاکل شو، په داسې حال کې چي د خراسان فاریاب لوبډلې د منصفانه لوبې یا «فېئر پلې» جایزه ترلاسه کړه.
د عینو مېنې کندهار لوبغاړی فرهاد خان د سیالیو غوره راټوکېدونکی ګول ساتونکی او د سرسبز یاشلر فاریاب سیاوش غفوري د ټورنمنټ غوره ګول ساتونکی اعلان شو.
د طوفان هرات لوبغاړي فرید عمرزي د تر ټولو ډېرو ګولونو په وهلو سره د سیالیو د غوره ګول وهونکي جایزه وګټله، او د سرخ پوشان خوافي هرات لوبغاړی ضمیر شجاع د ټورنمنټ تر ټولو غوره لوبغاړی وټاکل شو.
په وروستي جدول کې د سرسبز یاشلر فاریاب لوبډلې لومړی مقام او چیمپیني خپله کړه، عینو مېنې کندهار دویم او سرخ پوشان خوافي هرات درېیم مقام ترلاسه کړ.


شال نیوز