پکتیکا : د افغانستان د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست وايي، چې په دغه ولایت کې پر ۱۰۰ معلولیت لرونکو کسانو ویلچرونه وېشل شوي دي. ریاست د اګست په ۱۷مه، ویلي دي چې دغه مرستې د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د معلولینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ترسره شوې دي.

مسوولین وايي، چې د ویلچرونو ترڅنګ له هر یوه مستحق کس سره یوه اندازه نغدي مرسته هم شوې ده. د ویلچرونو د وېش پر مهال د پکتیکا د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي محمد نبي وهاج د خیریه مؤسسې له مرستې مننه کړې او غوښتنه یې کړې ده چې په راتلونکي کې دې هم د معلولیت لرونکو کسانو لپاره ورته مرستې زیاتې شي.

د چارواکو په وینا، د دغو مرستو موخه د معلولیت لرونکو کسانو د ورځني ژوند د اسانتیاوو برابرول دي.