مکین : د بر سويلي وزیرستان د مکین تحصیل سلګونو اوسېدونکو د زوړ مکین سړک د رغولو د کار د اوږده ځنډ پر ضد احتجاج کړی او له حکومتي چارواکو یې غوښتنه کړې ده چې پر دې سړک دې سمدستي عملي کار پېل کړل شي.

احتجاج ،د اګست په ۱۷مه، په مکین کې وشو، چې پکې مظاهره چیانو د قبایلي روایت له مخې د ډول په وهلو، بینرونو پورته کولو او شعارونو ورکولو سره د زوړ مکین، ایمارخېل، باندخېل او شاوخوا سیمو د سړک د زر رغولو غوښتنه وکړه.

احتجاج کوونکو وویل، چې د دې سړک ټېنډر شاوخوا څلور کاله وړاندې شوی و، خو د دوي په وینا، تر اوسه پرې د رغولو عملي کار نه دی پېل شوی. د سیمې اوسېدونکو وویل، چې د سړک د خراب حالت له امله د زوړ مکین او ورسره نږدې کلیو خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او د ورځني ژوند عادي تګ راتګ هم ورته ستونزمن شوی دی.

د مظاهره چیانو په وینا، ځايي خلک له بازارونو اوړه، بوره او نور خوراکي او د ضرورت سامانونه پر خرو باروي او خپلو کورونو ته یې رسوي، ځکه په ګڼو برخو کې د موټرو د تګ لپاره مناسبه لار نشته.

هغوي وویل، چې د سړک خراب حالت د ناروغانو لپاره لا جدي ستونزه ده. د بیړنیو حالاتو پر مهال ناروغان کله کله څو کیلومتره پر کټونو د خلکو پر اوږو تر داسې ځایه رسول کېږي، له کومه چې موټر یا امبولانس ورته رسېدلی شي.

احتجاج کوونکو دعوه وکړه چې د مناسب سړک د نشتوالي له امله په تېرو وختونو کې ځینې ناروغان روغتون ته پر وخت نه دي رسېدلي او په لاره کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

مظاهرې ته وینا کوونکو له صوبايي حکومت، ضلعي انتظامیې او اړوندو ادارو وغوښتل چې د زوړ مکین سړک د رغولو پروژه نوره و نه ځنډوي او پر سړک دې بې له نور ځنډه عملي کار پېل کړي.

هغوی وویل، چې د سیمې خلک د څو کلن ځنډ له امله سخت ستړي شوي دي او د زوړ مکین، ایمارخېل، باندخېل او شاوخوا کلیو لپاره د دې سړک رغېدل یوه بنیادي اړتیا ده.