اترپردېش : د هند په اترپردېش ریاست کې د واکمن بهارتیا جنتا ګوند، بي‌ جی پي، د صوبايي اسمبلۍ یو غړي دعوه کړې ده چې زوم یې د جعلي نومونو او شناختي اسنادو په کارولو سره له شاوخوا ۲۵ ښځو سره ودونه کړي او له هغوي یې په درغلۍ کروړونه روپۍ اخیستې دي.

د هندي رسنیو ،د اګست په ۱۶مه، د خپور شوي راپورونو له مخې، د سېواتا حلقې د صوبايي اسمبلۍ غړي ،ګیان تیواري، ویلي دي، چې لور یې ،پراګیا، په ۲۰۲۴م کال کې له ،پرکهر تریویدي، سره واده کړی و. د هغه په وینا، د واده پر مهال د هلک کورنۍ ځان شتمن او په ممبۍ کې د جایدادونو له کاروبار سره تړلی ښودلی و.

تیواري ویلي دي، چې وروسته ورته داسې معلومات ترلاسه شول چې له مخې یې پرکهر تریویدي د بېلابېلو جعلي نومونو او شناختي اسنادو په کارولو سره په مهاراشټرا او د هند په نورو سیمو کې ښځې غولولې، ورسره یې ودونه کول او بیا یې ترې پیسې اخیستې.

د اسمبلۍ غړي دعوه کړې ده چې زوم یې ښيي له شاوخوا ۲۵ ښځو سره ودونه کړي وي او له ځینو ښځو څخه یې په بېلابېلو پلمو کروړونه روپۍ ترلاسه کړې وي. خو د ودونو دقیق شمېر او د اخیستل شویو پیسو اندازه تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

پولیسو د ګیان تیواري تر شکایت وروسته مقدمه درج کړې او پرکهر تریویدي او د هغه پلار انوج تریویدي یې نیولي دي. پولیس وايي، چې د قضیې په اړه تحقیقات روان دي او دا هم معلوموي چې ایا نورې ښځې هم د ورته درغلۍ قرباني شوې دي که نه.

ګیان تیواري ویلي دي، چې خپله لور یې بېرته خپل کور ته راوستې او له تورنې کورنۍ سره یې اړیکې پرې کړې دي. هغه له پولیسو غوښتي دي چې د نورو احتمالي قربانیانو په اړه هم بشپړې پلټنې وکړي او که تورونه ثابت شي، د قانون له مخې دې اقدام وشي.

تر اوسه د پرکهر تریویدي یا د هغه د کورنۍ له لوري د ټولو تورونو په اړه تفصیلي دریځ نه دی خپور شوی. د «۲۵ ودونو» او د کروړونو روپیو د اخیستو دعوې لا هم د پولیسو تر تحقیقاتو لاندې دي.