د خېبر پښتونخوا په کرم ضلع کې د اوږدې مودې راهيسي غير فعال پاتې شوی د پاراچنار هوايي ډګر د فرنټير ورکس ارګنائزېشن او د پاکستان د هوايي ډګر ادارې په ګډو هڅو يو ځل بيا فعال او چالان کړل شو۔

 

د يادې ادارې له لوري د هوايي ډګر د بيا رغونې او اپګريډېشن له کارونو وروسته، د اپرېل په ۲۶مه نېټه د پاکستان د پوځ د هوايي څانګې له خوا د الوتکو د کيناستو او پورته کېدو ازموينې په برياليتوب سره ترسره شوې. 

 

د الوتکو د کيناستو او پورته کېدو ټول ټال شپږ بریالۍ ازموينې ترسره شوې، چې له مخې يې د الوتکو د کيناستو او پورته کېدو لار، معيار، عملياتي تياري او د ټولې ودانۍ حالت په تفصيل سره وازمېيل شو او لوړو امنيتي معيارونو سره برابره وبلل شوه۔

 

د ازموينو پر مهال د بېلابېلو عملياتي حالاتو کې د هوايي ډګر کارکردګي هم وڅېړل شوه۔

د هوايي ډګر ترميم او بيا رغونه د سيمي د هوايي ترانسپورټ د بيا بحالۍ په ګډون د پرمختګ په لور يو مهم ګام بلل شوی دی۔

 

له دې برياليو ازموينو وروسته تمه کېږي چې د پاراچنار هوايي ډګر عملياتي فعاليت نور هم پياوړی شي، چې له امله به يې د سيمي ترمنځ تګ راتګ، بېړني رسپانس او اقتصادي چارې لا ښه شي.