بدخشان : د طالبانو حکومت ته نږدې امید راډیو د بدخشان د ځایي سرچینو په حواله دعوه کړې ده چې د زابل د والي پخوانی مرستیال او په وروستیو ورځو کې د طالب ځواکونو پر وړاندې جنګېدونکی قوماندان ،جمعه خان فاتح، له خپلو یوشمېر وسله والو کسانو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.
امید راډیو د اګست په ۱۷مه، راپور ورکړی دی چې جمعه خان فاتح د طالبانو ځواکونو ته ځان سپارلی او د هغه اړوند وسله وال کسان هم یوه ورځ وړاندې تسلیم شوي وو. د راپور له مخې، دا پرمختګ وروسته له هغې شوی دی چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې په بدخشان کې د فاتح او د هغه د ملګرو د نیولو لپاره عملیات پراخ کړي وو.
خو تر دې دمه د طالبانو مرکزي حکومت، د بدخشان ولایتي ادارې او یا خپله جمعه خان فاتح د هغه د تسلیمېدو په اړه په رسمي او علني ډول څه نه دي ویلي. شال نیوز هم په خپلواکه توګه د دې دعوې د تایید توان نه لري.
په تېرو څو ورځو کې د بدخشان په نسي ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې د طالبانو د ځواکونو او جمعه خان فاتح د پلویانو ترمنځ نښتې شوې وې. په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي وو چې فاتح خپلو کسانو او د سیمې خلکو ته د طالبانو پر وړاندې د جګړې غږ کړی و، په داسې حال کې چې د طالبانو ځواکونه د هغه د نیولو لپاره سیمې ته استول شوي وو.
جمعه خان فاتح د بدخشان د درواز سیمې له پخوانیو او بانفوذه طالب قوماندانانو څخه دی. هغه د پخواني جمهوري نظام پر مهال له طالبانو سره یوځای شوی و او د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې یې جګړه کړې وه.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نوموړی په بدخشان کې پر بېلابېلو سیمه ییزو چارو بانفوذه پاتې شوی او وروسته د زابل د والي مرستیال ټاکل شوی و. له دې وروسته د فاتح او د طالبانو د مرکزي مشرتابه ترمنځ اختلافونه لا څرګند شول او د هغه د وسله والو کسانو د بې وسلې کولو او نیولو راپورونه خپاره شول.
فاتح په ځانګړي ډول د بدخشان د درواز په حوزه کې پراخ سیمه ییز نفوذ لري او پلویان یې هغه د «درواز فاتح» او د درواز سیمو د عمومي امیر په نومونو یادوي. په وروستیو میاشتو کې د سیمه ییز واک، وسله والو کسانو او نفوذ پر سر د فاتح او د طالبانو د ولایتي او مرکزي چارواکو ترمنځ اختلافونه زیات شوي وو.
که د جمعه خان فاتح تسلیمېدل په رسمي ډول تایید شي، دا به په بدخشان کې د طالبانو د وروستیو داخلي اختلافونو او وسله والو نښتو په بهیر کې یو مهم پرمختګ وي؛ خو تر رسمي تایید پورې د امید راډیو راپور د یوې سرچینې دعوه بلل کېږي.


شال نیوز