لاهور : د پاکستان په لاهور ښار کې د نړیوال تکواندو فېډرېشن د اسیا سیمې اتم صدارتي کپ نن، د اګست پر ۱۷مه، پېلېږي او د اګست تر ۲۱مې به دوام وکړي.

 

د پاکستان تکواندو فېډرېشن د معلوماتو له مخې، د شاوخوا ۳۸ هېوادونو لوبغاړي، روزونکي او د لوبډلو نور غړي په دغو نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي. افغانستان او پاکستان هم د ګډون کوونکو هېوادونو په ډله کې شامل دي.

 

د سیالیو د رسمي مهالوېش له مخې، په لومړۍ ورځ به د پومسې سیالۍ ترسره کېږي، د کیوروګي سیالۍ به د اګست له ۱۸مې تر ۲۰مې دوام وکړي او د اګست پر ۲۱مه به د پارا کیوروګي سیالۍ ترسره شي.

 

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله هم لاهور ته رسېدلې ده. افغان لوبغاړي به د پومسې او کیوروګي په بېلابېلو برخو او وزنونو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

 

په پومسې سیالیو کې سید رضا اکبري، عبیدالله شیرزي او محمد ګل محمدي د افغانستان استازیتوب کوي، په داسې حال کې چې په کیوروګي کې احسان رحیمي، حکمت الله زین، عزیر رشیدي، اشرف شکران، امید سهاګ او علي اکبر امیري سیالۍ ته راوزي.

 

دا سیالۍ د نړیوال رېنکنګ له پلوه هم مهمې بلل کېږي، ځکه ګډونوال پکې د خپل نړیوال مقام د ښه کولو لپاره امتیازونه ترلاسه کوي. د ۲۰۲۶م کال د ناګویا اسیایي لوبو ته په نږدې کېدو سره د لاهور صدارتي کپ د ګڼو لوبغاړو لپاره د چمتووالي او نړیوال رېنکنګ د پیاوړتیا مهم فرصت ګڼل کېږي.

 

د پاکستان تکواندو فېډرېشن او د نړیوال تکواندو فېډرېشن اړوندو ادارو د سیالیو د اګست له ۱۷مې تر ۲۱مې د ترسره کېدو پخلی کړی دی.