ننګرهار : په بهر کې مېشت افغان خبریال ،بلال سروري، د اګست په ۱۶مه، د طالبانو په لیکو کې د خپلو باوري سرچینو په حواله ویلي دي، چې د داعش ـ خراسان وسله‌ والو د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې شاوخوا ۲۵ طالبان وژلي دي.

د سروري د معلوماتو له مخې، د برید پر مهال د وژل شویو طالبانو سرونه هم له تنو غوڅ کړل شوي دي. نوموړي تر اوسه د وژل شویو کسانو هویت، د هغوي د دندو نوعیت او د برید د دقیق وخت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

 



طالبانو تر دې دمه د دې پېښې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی او د ننګرهار ځايي چارواکو هم د مرګ‌ ژوبلې د شمېر په اړه څه نه دي ویلي. داعش ـ خراسان هم تر اوسه په رسمي ډول د برید مسؤلیت نه دی منلی.

د شاوخوا ۲۵ طالبانو د وژل کېدو او د هغوي د سرونو د غوڅولو دعوه تر دې دمه له خپلواکو سرچینو نه ده تایید شوې؛ ځکه شال نیوز دغه معلومات د بلال سروري د طالبانو په لیکو کې د سرچینو د حوالې په توګه خپروي.

اچین د افغانستان د ختیځ ننګرهار له سرحدي ولسوالیو څخه ده او مامند سیمه یې په تېرو کلونو کې د داعش ـ خراسان او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو او جګړو له مهمو سیمو پاتې شوې ده.

داعش ـ خراسان شاوخوا ۲۰۱۴م او ۲۰۱۵م کلونو کې په ختیځ افغانستان کې راڅرګند شو او ننګرهار یې د خپلو لومړنیو مهمو مرکزونو په توګه وکاراوه. د اچین ترڅنګ، هسکې مېنې، کوټ او پچیراګام ولسوالیو کې هم د دې ډلې د پراخ فعالیت راپورونه ورکړل شوي وو.

د پخواني جمهوري نظام پر مهال افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو ځواکونو په اچین او شاوخوا سیمو کې د داعش ـ خراسان پر ضد پراخ عملیات کړي وو. طالبانو هم په بېلابېلو پړاوونو کې له داعش سره سختې نښتې کړې وې او دواړو ډلو یو بل ته درنه مرګ‌ ژوبله اړولې وه.

د طالبانو حکومت په وروستیو کلونو کې په وار وار دعوه کړې چې داعش ـ خراسان یې په افغانستان کې کمزوری کړی او د دې ډلې ګڼ پټنځایونه یې له منځه وړي دي؛ خو داعش بیا وخت ناوخت په کابل، ننګرهار او د افغانستان په نورو سیمو کې د بریدونو مسؤلیت منلی دی.

که د اچین د مامند سیمې د تازه برید او د شاوخوا ۲۵ طالبانو د وژل کېدو دعوه په خپلواکه توګه تایید شي، دا به په ختیځ افغانستان کې د داعش ـ خراسان د فعالیت او د طالبانو پر وړاندې د دې ډلې د عملیاتي وړتیا په اړه نوې پوښتنې راپورته کړي.