بنو : د بنو د بسیه خیلو تاڼې په حدودو کې ،د اګست په ۱۶مه، د وژل شوي پولیس سرتېري کانسټېبل ،سیف الله خان، جنازه په پولیس لاین کې په سرکاري اعزاز وشوه.

د جنازې په مراسمو کې د بنو ډي پي او کېپټن ریټایرډ محمد فرقان بلال، ای سي هېډکوارټر الله نواز خان، اېس پي ټرافیک احسان الدین، اېس پي هېډکوارټر محمد نواز خان، اېس پي رورل اسد علي شاه، اېس پي سټي شیر حسن خان، نورو پولیس افسرانو، سرتېرو او د سیف الله خان د کورنۍ غړو ګډون وکړ.

د پولیسو په وینا، ډي پي او د سیف الله خان پر تابوت د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د پولیسو یوې چمتو دستې ورته سلامي وړاندې کړه. ډي پي او بنو د سیف الله خان له کورنۍ سره د خواخوږۍ پر مهال وویل، چې د وژل شویو پولیس سرتېرو قربانۍ به هېرې نه شي او پولیس به د وسله‌ والو پر ضد خپله مبارزه روانه ساتي.

نوموړي وویل، چې بنو پولیس د یوې کورنۍ په څېر دي او د وژل شویو پولیس سرتېرو کورنۍ به یوازې نه پرېږدي، بلکې له هغوي سره به هر ډول ممکنه مرسته جاري ساتل کېږي.