اسلام‌ اباد : د پاکستان هاکۍ فیډریشن د هېواد د ملي لوبې ،هاکۍ، د پرمختګ او بېرته خپل پخواني نړیوال مقام ته د رسولو لپاره پنځه کلن پلان اعلان کړی دی.
 

د پاکستان هاکۍ فیډریشن مشر ،محی‌ الدین احمد واني، ویلي دي، چې د پلان له مخې به په هېواد کې د هاکۍ د مصنوعي میدانونو شمېر له اوسنیو ۵۲ څخه ۱۰۰ ته لوړول کېږي او په هغو سیمو کې به هم د هاکۍ اسانتیاوې برابرېږي چې دا مهال مناسب میدانونه نه لري.

د هغه په وینا، د نوي پلان یوه مهمه برخه د روزونکو او نورو مسلکي کسانو روزنه ده. فیډریشن غواړي روزونکو او اړوندو مسلکي کسانو ته د نړیوالو معیارونو مطابق مسلکي روزنه ورکړي، څو د ځوانو لوبغاړو روزنه په منظم او نوې طریقه وشي.

په پلان کې د سکولونو، کالجونو او ضلعو له کچې د تکړه لوبغاړو د موندلو او انتخاب لپاره د منظم نظام جوړول هم شامل دي. غوره لوبغاړي به له لومړنیو سیالیو څخه انتخابېږي او وروسته به د صوبايي او ملي لوبډلو لپاره روزل کېږي.

د ښځو هاکۍ ته هم په دغه پلان کې ځانګړی پام شوی دی. فیډریشن وايي، چې ښځینه لوبغاړو ته به د روزنې او سیالیو زیاتې موقعې برابرې شي او هڅه به وشي چې د ښځو هاکي په کورني او نړیوال ډګر کې لا فعاله شي.

محی‌ الدین احمد واني ویلي دي، چې د پاکستان د ملي او ځوانانو لوبډلو لپاره به بهرنۍ دورې او له نړیوالو لوبډلو سره سیالۍ هم زیاتې شي، څو لوبغاړي نړیواله تجربه ترلاسه کړي او د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره د سیالۍ وړتیا پیدا کړي.

پاکستان په نړیواله هاکۍ کې یو وخت د نړۍ له تر ټولو بریالیو هېوادونو څخه و او د اولمپیک او نړیوال جام په ګډون یې ګڼ لوي نړیوال اعزازونه ګټلي دي، خو په تېرو څو لسیزو کې د پاکستان د هاکۍ نړیوال مقام کمزوری شوی دی.

د پاکستان هاکۍ فیډریشن وايي، چې د نوي پلان موخه دا ده چې د لوبغاړو روزنه، مسلکي کوچنګ، میدانونه، کورنۍ سیالۍ او نړیواله تجربه په یو منظم نظام کې سره وتړل شي او پاکستان بېرته د نړیوالې هاکۍ له مخکښو هېوادونو څخه وګرځول شي.

فیډریشن روښانه کړې ده چې د مصنوعي میدانونو شمېر ۱۰۰ ته رسول او د پلان نورې برخې د راتلونکو کلونو هدفونه دي او تر اوسه په بشپړه توګه عملي شوي نه دي.