هنګو : د هنګو د سټي پولیس تاڼې په حدودو کې د قاضي تالاب پر چیک پوسټ د کواډکاپټر ډرون برید شوی، خو پولیس وايي په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د هنګو ضلعي پولیس افسر ،طارق حبیب، د اګست په ۱۶مه، ویلي دي چې له برید وروسته د پولیسو درنه نفري سیمې ته رسېدلې.

د پولیسو په وینا، د کواډکاپټر ډرون برید له امله چیک پوسټ یا پولیسو ته کوم ځاني زیان نه دی رسېدلی. ډي پي او طارق حبیب وايي، چې له پېښې وروسته په سیمه کې امنیت نور هم سخت شوی او پولیس د هر ډول ممکنه ناوړه پېښې د مخنیوي لپاره په بشپړ ډول چمتو دي.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او پولیس وايي د برید د څرنګوالي او د بریدګرو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.