نوې ډیلي : هند د اټومي بجلۍ په برخه کې د خصوصي او بهرنیو کمپنیو د پانګونې لپاره د نویو اصولو مسوده وړاندې کړې ده. د اګست په ۱۵مه، د شوي وړاندیز له مخې، خصوصي کمپنۍ به وکولی شي په هند کې اټومي بجلي کورونه جوړ او وچلوي، او هغه بهرنۍ اټومي ټکنالوژي به هم راوړلی شي چې په نورو هېوادونو کې له وړاندې ازمویل شوې او د کار ښه سابقه ولري.
د مسودې له مخې، د اټومي بجلي کورونو د جواز، جوړولو، فعالیت، خوندیتوب او د راډیواکټیف کثافاتو د سمبالولو ټول پړاوونه به د هند د حکومت او اړوندو اټومي ادارو تر کلکې څارنې لاندې وي.
د نویو اصولو له مخې، د اټومي بجلي کور لپاره د ځای ټاکل، د نقشې او ډیزاین منظوري، جوړول، ازمېښت او د کار اجازه به په بېلابېلو پړاوونو کې ورکول کېږي. که کومه کمپنۍ د خوندیتوب له شرطونو سرغړونه وکړي، اړوندې ادارې به یې د کار د درولو او جواز د لغوه کولو واک هم ولري.
هندي چارواکي وايي، چې د اټومي سون توکو، کارول شوو موادو او راډیواکټیف کثافاتو په شان حساسو چارو واک به له حکومت سره پاتې وي او خصوصي کمپنیو ته به په دې برخو کې بشپړ اختیار نه ورکول کېږي. هند غواړي تر ۲۰۴۷م کال پورې د اټومي بجلۍ د پیداوار وړتیا شاوخوا ۱۰۰ ګېګاواټو ته ورسوي. دا مهال د هند د اټومي بجلۍ د پیداوار وړتیا نږدې ۸ اعشاریه ۸ ګېګاواټه ده.
د دې لوي هدف د ترلاسه کولو لپاره هند غواړي چې د دولتي پانګونې ترڅنګ خصوصي پانګه او بهرنۍ ټکنالوژي هم راجلب کړي. د هند یو شمېر لویو خصوصي کمپنیو له وړاندې د اټومي بجلۍ په پروژو کې د پانګونې لیوالتیا ښودلې ده.
دا ګام د هند د اټومي پالیسۍ یو مهم بدلون بلل کېږي، ځکه تر دې وړاندې د اټومي بجلۍ ډېره برخه د حکومت تر واک لاندې وه او خصوصي کمپنیو ته پکې محدود ځای ورکړل شوی و.
د نویو اصولو مسوده لا وروستۍ شوې نه ده. له اړوندو ادارو او کمپنیو سره تر سلا مشورو وروسته به حکومت وروستي اصول خپروي، چې له هغې وروسته به معلومه شي خصوصي او بهرنۍ کمپنۍ په کومو شرطونو د هند د اټومي بجلۍ په برخه کې عملي کار پېلولی شي.


شال نیوز