سلارزي : د باجوړ ضلعې د سلارزو تحصیل په مټه شاه سیمه کې ،د اګست په ۱۶مه، ناڅرګنده وسله والو پر ،محمد رحمان د غلام رسول خان زوې، ډزې کړې دي، چې له امله یې هغه ژوبل شوی دی. پولیس وايي چې، ژوبل کس د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوی او د هغه د روغتیايي حالت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
له پېښې وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي، امنیتي چاپېره یې ټینګه کړې او د برید کوونکو د موندلو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي. د ډزو لامل لا نه دی معلوم او تر اوسه چا د برید ذمه واري نه ده منلې.


حسبان الله باجوړې