پاړاچنار : د کرمې ضلعې په پاړاچنار کې د ډنډر صحرا بای پاس ته نږدې د ماین په چاودنه کې یو تن سخت ژوبل شوی او یوه پښه یې پرې شوې ده.

د پولیسو او روغتون سرچینو ،د اګست په ۱۶مه، شال نیوز ته ویلي دي، چې ناڅرګنده کسانو د ډنډر صحرا په یوه کچه لاره کې ماین ښخ کړی و، چې د ،حامد حسین، په نوم یو کس پرې ورغلی او ماین چاودلی دی.

د سرچینو په وینا، په چاودنه کې د حامد حسین یوه پښه د پېښې پر ځای پرې شوې، په داسې حال کې چې بله پښه یې هم سخته ژوبله شوې ده او د هغې د ژغورلو په اړه اندېښنه شته. ژوبل کس له پېښې وروسته سمدستي د پاړاچنار ضلعي مرکزي روغتون ته رسول شوی، چرته چې تر درملنې لاندې دی.

پولیسو د پېښې پلټنې پېل کړې دي او وايي، چې د ماین د ښخولو د مسوولینو د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي. تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

ځايي خلک وايي، چې په وروستیو کې د کرمې ضلعې په بېلابېلو سیمو کې د ماینونو د چاودنو پېښې زیاتې شوې دي، چې له امله یې د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

د سیمې خلکو له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کړې ده چې د ماینونو د موندلو او پاکولو لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي او په ځانګړي ډول هغه کچې لارې او لیرې پرتې سیمې وپلټي چې د خلکو تګ راتګ پرې ډېر وي.