واشنګټن : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې واشنګټن طالبان یا بل هېڅ بنسټ د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني او له طالبانو سره یوازې هغه وخت تعامل کوي چې دا د امریکا له ملي ګټو سره سمون ولري.
امریکا غږ ،د اګست په ۱۵مه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو ویاند له قوله ویلي دي، چې طالبانو د خپلو کړنو له لارې ښودلې چې د سیمې د سولې او ثبات په ټینګښت کې یې د رغنده رول لوبولو لپاره لازم ګامونه نه دي پورته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی دی چې افغانستان باید بیا د هغو وسله والو ډلو پر خوندي پناه ځای بدل نه شي چې امریکا، د هغې متحدانو او نورو هېوادونو ته ګواښ پېښولی شي. د امریکا پخوانیو رسمي اسنادو هم روښانه کړې ده چې واشنګټن طالبان د افغانستان د حکومت په توګه نه دي پېژندلي.
د واشنګټن دا دریځ وروسته له هغې څرګند شوی دی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ،امیر خان متقي، د دوي د واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت له امریکا غوښتي چې کابل ته بېرته ستنه شي او خپل ډیپلوماتیک فعالیتونه له سره پېل کړي.
طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او له هغه راهیسې پر افغانستان واکمن دي، خو د نړیوال رسمیت په برخه کې لا هم تر ډېره منزوي پاتې دي. روسیه د ۲۰۲۵م کال د جولایۍ پر درېیمه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمي توګه وپېژاند. تر اوسه بل هېواد ورته رسمي پېژندنه نه ده ورکړې.
چین، پاکستان، ایران، متحده عربي امارات او د سیمې یو شمېر نور هېوادونه له طالبانو سره ډیپلوماتیک او سیاسي تعامل لري، خو دا تعامل تر اوسه د رسمي پېژندنې په مانا نه دی.
ملګري ملتونه هم د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه پېژني. د افغانستان څوکۍ په ملګرو ملتونو کې تر اوسه د طالبانو استازي ته نه ده سپارل شوې، او نړیوال سازمان په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره د عملي تعامل ترڅنګ د ښځو او نجونو پر حقونو، زده کړو، کار او نورو بنسټیزو ازادیو د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو چارواکو د طالبانو د واکمنېدو د پنځم کال پر مهال هم د بشري حقونو پر وضعیت سختې اندېښنې څرګندې کړې دي.


شال نیوز