کرمه : د کرمې ضلعې د کوزې برخې د علیزو په تورسټ سیمه کې ناڅرګنده کسانو د فرنټیر کور پر یو چیک پوسټ دوه ځله د ډرون له لارې بریدونه کړي دي، چې په نتیجه کې د اېف سي صوبیدار ،ندیم، په ګډون دوه امنیتي سرتېري ژوبل شوي دي.

د پولیسو د سرچینو په وینا، ژوبل شوي سرتېري د درملنې لپاره نږدې روغتون ته انتقال شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

پولیس ،د اګست په ۱۵مه، ویلي دي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرمه ضلعه کې د امنیت اړوند په مجموعي توګه پنځه پېښې ثبت شوې دي، چې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

په علېزو کې د شوي برید زمه واري د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والې ډلې منلی دی، خو د نورو بریدونو په اړه یې څه ندي ویلي. پولیس او امنیتي ادارې وایي چې د بریدونو د عاملینو معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.